یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د زاهدان دجمې جمات امام آیتا... مصطفي محامي د پنجشنبې په ورځ په زاهدان کې د روحانیونو او طلبه ؤ په یوې ناستې کې، چې د اهل تشیَع او اهل تسنن د عملي وحدت او تعامل د اړتیاوو په اړه جوړه شوې وه، وویل: د اهل بیت (ع) پیروان باید د خپلې ژبې او عمل له لارې د خلکو مینه او دوستي جلب کړي او په ټولنې کې د ښو اخلاقو نمونه وي، څو نور هم دغه مکتب ته جذب شي.
د زاهدان جماعت امام زیاته کړه: د شیعه ټولنې تثبیتیدا او له درست اسلامي امت سره تعامل یو بل بشپړوي. ائمه اطهار (ع) هم په عین حال کې چې خپلو اصولو پابند وو، تعامل او ملګرتیا ئې خپله وظیفه بلله.
هغه همداراز د ایران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د وصیتونو په یادولو سره وویل: د اسلامي تمدن بیاژوندي کول د اهل سنت پشمول له نورو مسلمانانو سره له تعامل پرته ممکن نه دي او باید تاریخي حقایق او عقیدتي بنسټونه په روښانتیاسره او دغه راز له سپکاوي او د اختلاف له رامنځته کولو پرته بیان شي. وحدت او یووالی باید دوه اړخیز وي او د اهل سنت دعالمانو اکثریت هم بشپړ ملګرتیا کوي.
په عین حال کې د ایران په اسلامی جمهوریت کې داهل تشیّع او اهل سنت ترمینځ وحدت او یووالی په ایران کې د دښمن د ناامیدئ او نهیلیتوب لامل شوی دی .
د اسلامی وحت د اونئ په درشل کې د ایران د اردبیل ولایت د نمین ولسوالۍ په عنبران ښار کې، چې اهل سنت وروڼه او خوئيندې پکې اوسیږي، د جمعې امام وویل: د اسلامي امت وحدت د اسلامي انقلاب د دښمنانو لپاره ویر او د هغوی د ناامیدۍ او مایوسۍ لامل شوی دی.
حجتالاسلام «سیدیاور مرادي» په شیعه او سني علماؤ د تعاملي غونډې په ترڅ کې وویل: مونږ د وحدت اوونۍ په لومړیو شپو ورځو کې یو، چې دا اوونۍ یوه موقع ده، څو د اسلامي امت د لا زیاتې همدلۍ د ښودلو لپاره شرایط برابر کړو او له دې فرصته ګټه پورته کړو.
هغه د حضرت امام مهدي (عج) د امامت د پیل په باب مبارکي وویله او زیاته ئې کړه: دا شپې ورځې د اسلامي امت لپاره د خوښۍ او ولولې موقع ده، څو لا زیاتې همغږۍ ته ورسېږي او د دښمن چلونه ناکام شي او په مسلمانانو کې وحدت او یوزړتوب نوره هم زیات شي.
په تېرو کلونو کې دا وحدت او یوزړتوب تل د عامو او خاصو خلکو ترمینځ د بحث موضوع وه او اړتیا ده، چې د دغې مهمې موضوع د اهمیت په بیانولو او تشریح کې د محتوا لرونکو پروګرامونو په اجرا کولو سره، په ځوانانو کې تر ټولو زیاته ونډه ولرو.
حجتالاسلام مرادي روښانه کړه: د نمین ولسوالۍ د عنبران اهل سنت د اسلامي نظام د آرمانونو په وفادارۍ سره هڅه کوي، چې د دښمن د دسیسو او چلولونو څخه لیرې، د حقیقي همغږۍ او وحدت زمینه برابره کړي او د دښمن د دسیسو په شنډولو سره، د سیمهییز او ملي انسجام لپاره مرسته وکړي.
د اهل سنت د کلتوري او ټولنیزې شورا غړی، د اسلام ګران پیغمبر (ص) په مقاومت او وحدت کې بېنظیره بیلګه وبلله
ا... قلي آخوند توماج د پنجشنبې په ورځ د ګلستان ولایت د ګرګان ښار د امام خمیني (ره) په علميه حوزې کې د ؛مقاومت پیغمبر» په نامې سره په علمي-تخصصي سمینارکې، د رسول ا... (ص) او حضرت امام جعفر صادق (ع) د ولادت په مناسبت وویل: د اسلام ګران پیغمبر (ص) نه یوازې د اسلام د پاک دین بنسټګر دی، بلکې د بشریت لپاره د تر ټولو بشپړ او هراړخیز ژوند نمونه ده.
آخوند توماج د وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې په یادولو سره زیاته کړه: د خلکو، روحانیونو او وسلهوالو ځواکونو پيوستون او یووالی ، د اسلامی انقلاب د ستر لارښودپه رهبرۍ سره ،د دښمن د شاتګ لامل شو. دا تجربه ښئي، چې معنوي لارښوونه، بصیرت زیاتول او د ټولنې وحدت هغه قرآني سټراټژئ دي، چې نن سبا هم باید تعقیب شي.
د ایران د اهل سنت دیني علومو د مدرسو د دارالانشا د کلتوري او ټولنیزې شورا غړي زیاته کړه، د اسلام ګران پیغمبر (ص) تل د مقاومت او پرمختګ د اصلي عامل په توګه د اسلامي ټولنې پر وحدت ،یووالی او انسجام، ټینګار کړی دی.
https://parstoday.ir/fa/iran-i21386