IQNA

ملگرو ملتو د غزې لپاره د سرپناه ځاي پر سمدستي اړتیا ټینګار وکړ

12:17 - September 06, 2025
د خبر لمبر: 3491658
ایکنا - د فلسطینيو کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کارموندنې ادارې (آنروا)پخپل یوه وروستي راپور کې  ویلي، د غزې خلک، چې د اسرائیلوله بې  آمانه بریدونو سره لاس او ګریوان دي،له لومړنیو اړتیاوو بې‌برخې دي او د سرپناه، تخت، کمبلو او خیمو سمدستي اړتیا ته ضرورت لري.

  ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ، د فلسطین د کډوالو  په چارو کې  دملګروملتو ادارې  آنرواپخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي، د غزې خلک د اسرائیلو د بې آمانه بریدونو له امله له لومړنیو اړتیاوو محروم شوي او د اسرائیلو له خوا د بشري مرستو د مخنیوي  کلابندئ د ختمولوغوښتنه ئې تکرار کړې ده .

د آنروا په اعلامیې کې، چې د ایکس په ټولنیزې رسنۍ کې خپره شوې، راغلي: کورنۍ په غزې کې له حیاتي اړتیاوو بې‌برخې شوې او مونږ ته په تېرو شپږو میاشتو کې د هیڅ ډول مرستو د رسولو اجازت نه دی راکړل شوی  .

په دغې اعلامیې کې د سرپناه، تخت، کمپلو او خېمو پر سمدستي اړتیا ټینګار شوی او ویل شوي، چې دا اداره چمتو ده،څو دا مرستې چمتو کړي.

آنروا د غزې تړانګې د کلابندۍ، چې د اسرائیلو له خوا د بشري مرستو د  واریدیدا مخه نیسي، د ختمولو غوښتنه تکرار کړې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4303412

captcha