د ایکنا د راپور له مخې، دا نړیوال ویبینار د ختمي مرتبت، محمد مصطفيٰ (ص) د زوکړې د ۱۵۰۰ کلیزې په مناسبت د قران کریم نړیوال خبري اژانس (ایکنا) په کوربه توب د سه شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د وږي یا سنبلې د میاشتې ۱۸ ، د غرمې له ۱:۰۰ بجې ترسره کیږي.
د دغه ویبینار چورلیزونه به دا وي:
د قران او احادیثو له نظره د اسلام د پیغمبر (ص) نړیوال رسالت
د نبوي سیرت په رڼا کې تساهل، تسامح او مدارا
پیغمبر اکرم (ص)؛ د ټولو زمانو لپاره غوره بېلګه
د نبوي سیرت او دیني هویت بیا پیژندنه
د لویدیځ د نړیوال کولو د نظرئې په مقابل کې د اسلام تل پاتیکیدا او د امت واحده مفهوم
دا ویبینار د د حوزې او پوهنتون استاد، حجت الاسلام والمسلمین سیدحسین خادمیان نوش آبادي، د ایکنا د مبین اسټوډیو د میلمه په توګه او په مجازي یا انټرنیټي برخې کې به د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د عالمانو او پوهانو په وړاندې کولو سره په آنلاین بڼه ترسره شي.
د نجف اشرف مرجع تقلید، آیت الله شیخ محمد یعقوبي، د میشیګان پوهنتون د تاریخ استاد ډاکټر خوان کول، او د «محمد: د امپراتوریو د جګړو په اوج کې د سولې پیغمبر» کتاب لیکوال، او د حوزې او پوهنتون استاد او د قم د کلتوري اړیکو د ادارې د استازولۍ مشر، حجت الاسلام والمسلمین یحیی جهانګیري، د مصر د الازهر پوهنتون استاد، ډاکټر عبدالسلام قوی، د لبنان د مسلمانو عالمانو د ټولنې مشر او شیخ یوسف غازي حنینه، به په مجازي برخه کې د دې ویبینار د چورلیزونو په اړه خپلې ویناوې وړاندې کړي.
همدارنګه، د دې ویبینار آنلاین خپرونه د اپارات ویب پاڼې له لارې په www.aparat.com/iqnanews/live پته ممکنه شوې او د حاضرینو ویناوې به وروسته د فارسي ژباړې سره د ایکنا په ویب پاڼه خپرې شي.
https://iqna.ir/fa/news/4303013