ایکنانیوز د الجمهوریه آنلاین په حواله راپور راکړ، دغه دارالقران د تیرې شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د الازهر مرستیال، د محمد عبدالرحمن الضوینی،د مصر مفتي، نظیر محمد عیاد، او د سیمه ایزو چارواکو او د مجول کلي اوسیدونکو په شتون سره پرانیستل شو.
د الازهر مرستیال الضوینی، د دغه دارالقران د پرانیستنې په مراسمو کې په وینا کې د قران او قراني فعالانو د ملاتړ اهمیت په ګوته کړ او ویې ویل: د داسې مرکزونو پرانیستنه د نوي نسل د حافظانو په روزنې، د قراني ارزښتونو او اخلاقو په پیاوړتیا او د ټولنې په خدمت او د انسان په تربیت کې اغېزشیندونکې ده.
هغه زیاته کړه: د قران د حفظ د مرکزونو ملاتړ یوه دیني او ټولنیزه دنده ده او قراني مرکزونه د ټولنې د پوهاوي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا منارې دي.
الضوینی ټینګار وکړ: هغه ټولنې چې د خدای کتاب ته اهمیت ورکوي، د ارزښتونو او اخلاقي فضیلتونو پر بنسټ جوړېږي.
په دوام کې د مصر مفتي د دارالقران د پرانیستنې په مراسمو کې په ګډون خوښي څرګنده کړه او وې ویل: د قران خدمت یو لوی ویاړ دی او د حافظانو ملاتړ او د قران د زده کړې د لارو برابرول له سترو فضیلتونو څخه دي چې هر څوک ئې باید د ترسره کولو لپاره هڅه وکړي.
نظیر عیاد وویل چې نن سبا د اسلام امت یوه پوهاوي، د قراني اخلاقو لرونکي او د ننګونو د مقابلې او د خپلې ټولنې د راتلونکي د جوړولو توان لرونکي نسل ته اړتیا لري. هغه د کلي له اوسیدونکو وغوښتل چې خپل ماشومان د دارالقران په پروګرامونو کې د ګډون لپاره وهڅوي، ځکه دا مرکزونه به ئې د انحرافي عقایدو او ناوړو چلندونو څخه خوندي کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4303759