ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ،ددغې جشنوارې پرانیستونکي دستورې د وږي د میاشتې په اولسمه نیټه د عباسی مقدس آستان د تولیت مصطفی مرتضی آل ضیاءالدین،د هغه دمرستیال موسی احمد، عباسی مقدس آستان د څانګو د مشرانو او اداري شورا دغړو و دغهراز د عراق له داخل اوبهره رسمي ،دیني او اکاډیمیکي شخصیتونو په شتون سره ترسره شوې.
دغه دشتورې د قاری محمد رضا الزبیدي په زړه پورې غږ سره د قرآن کریم په څو ایتونو سره پیل شوې او ووروسته د عباسی مقدس آستان په نمایندګۍ هاشم المیلاني وینا وکړه.
هغه پخپلې وینا کې د اسلامی میراث او پر ټولنې د محمدي رسالت د اغیزو په ارزونې کې د زیار او هڅو په ضرورت ټينګار وکړ.
همداراز د حضرت محمد مصطفی(ص) او دهغه بزرګوار د لوړو انسانی ارزښتونو او سیرت په باب یو مستند فیلم هم نندارې ته وړاندې شو.
دغه جشنواره د حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه میلاد د یوزر پنځه سوم کلیزې او جشن په مناسبت پیل شوې او تر درو ورځو پورې دوام لري.
ددغې جشنوارې په پروګرامونو کې له قرآن کریم سره د انس محفل، څیړنیزې ناستې ، د پیغمبر اکرم(ص) د سیرت په باب علمی ناستې ، ددیالي پوهنتون په ملګرتیا سره د دارالرسول اعظم(ص) دمرکز فعالیتونه او د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د مقدس حرم په شبستان کې ولسی جشن او شعر وئيل شامل دي چې په هغو کې د ؛الرسالة الکبری؛ نومې لومړڼۍ سیالۍ کې د غوره کسانو نامې هم اعلانیږی.
د عباسی مقدس آستان له دغو دستورو او جشنوارې څخه موخه د مهربانۍ ، سولې اورحمت د بیلګې په توګه دحضرت محمد مصطفی(ص) د انساني رسالت د ځانګړنو نندارې ته وړانډې کول دي.
https://iqna.ir/fa/news/4304217