IQNA

د حماس د رهبرۍ د ترور لپاره د اسرائيلو هڅه یو بزدلانه جنایت دی

13:06 - September 11, 2025
د خبر لمبر: 3491692
ایکنا- د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادئې مشر  روښانه کړه،صهیونیسټ رژيم په دغو عملیاتو سره نیّت درلود، عربانو او د مینځني ختیّځ هیوادونو ته دا پیغام ورکړي چې هیڅ قانون، هیڅ اخلاقي اصل او هیڅ حاکمیّت او دوستي د دوي لپاره محترمه نه ده.

ایکنانیوز د فلسطین شهاب خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د مسلمانو عالمانو د  نړیوالې ټولنې مشر شیخ علی قره داغي په دې خبرې په ټينګار سره چې په دوحې کې د حماس د رهبرۍ او د مرکچی پلاوي د غړو د ترور لپاره  د صهیونیسټي نیواکګر رژیم هڅه  یو بزدلانه جنایت او خاین اقدام  دی ،ووئيل؛ دغه اقدام په بشپړ ډول ماته خولې ،البته په عین حال کې ئې  د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره  یو خطرناک پیغام لیږلی دی.

 هغه دې ته په اشارې سره چې  دغه اقدام یوازې د حماس پلاوی نه دی په نښه کړی ، بلکې د قطر حاکمیّت  خلاف ورزي ئې هم کړې ،یادونه وکړه؛ هلته دموجودو  یوشمیر کسانو په شهادت غمجن شوم ، خو  خوښ یم چې دغه هڅه ناکامه شوه.

شیخ علی قره داغي ټينګار وکړ، چې صهیونیسټي رژيم په دغو عملیاتو سره نیّت درلود عربو او د مینځني ختیځ هیوادونو ته  پیغام ورکړي چې هیڅ قانون،هیڅ اخلاقي اصل او هیڅ ډول حاکمیّت او دوستي د دوي لپاره  مهمه او محترمه نه ده.

هغه ووئيل؛ نیواکګررژیم هماغه شان چې فلسطینیان او دغزې اوسیدونکي په وحشي ډول قتل عام کوي ، نوره هم ټارګټ کوي او دهغوي د ټاتوبو او د هوائي حریم خلاف ورزي کوي.

د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې مشر روښانه کړه،د مصر،اردن نورو عربو هیوادونو پشمول دعربی  او اسلامی هیوادونو ځواب باید په دوو اساسی ګامونو کې ترسره شي، لومړئ له وحشي اونیواکګر رژیم سره د اړیکو بشپړ غوڅول  او دوهم ګام هم  د عربی شجاعت او دینی ارزښتونو په اساس  پیوستون او وحدت ته پابندي .

شیخ علی قره داغي په پای کې ووئيل؛ نیواکګرصهیونیسټي رژيم د خپلو ملاتړو لپاره هیڅ عزت او قدر نه دی پریښودلی او اوس د عربانو او درستو مسلمانانو په غاړه ده چې سره متحد شي ااو په خداي باندې په تکیې سره د خپل امت او د هغو د حاکمیّت دفاع وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4304445

captcha