IQNA

د اسلامی امت وحدت یوازې په شیعه او سني سره نه خمیږي

10:43 - September 13, 2025
د خبر لمبر: 3491696
ایکنا – د اسلامی تفکر او کلتور د څيړنّځاي د علمی پلاوي یوه مسئول  ووئيل؛  د شیعه ااو سني ترمینځ یوازې وحدت رامینځةکول  هیڅ معنا نه لري، پلکې وحدت باید په ټولو اسلامی مذهبونو ترمینځ  ترسره شي.له بده مرغه مونږ معمولا وحدت یوازې د شیعه او سني  په چوکاټ کې مطرح کوو.

د ا سلامی نړۍ د مذهبی او کلتوری مهمو مسئلو د ارزونې په لړ کې په تیره بیا  د وحدت اونۍ په شپو ورځو کې، د مسلمانانو په انسجام کې د قران او اهلبیت (ع) رول ته د بیرته توجه ضرورت یو نه انکاریدونکي اړتیا ده ، په دې لړ کې د علمیه حوزو شبهاتو ته د ځواب ورکونې او د مطالعاتو د مرکز  یوه سلاکار  او د اسلامی لیدتوګې او کلتور د څیړنځاي  دعلمي پلاوي یوه مسئول حجةالاسلام محمد صفر جبرائيلي د مسلمانانو ترمینځ د وحدت په رامینځةکولو  کې د قرآن او  معصومیڼ علیهم السلام  د اساسی رول  په باب خبرې کړې  او په دوام کې ئې یوه خصوصي مرکه کړې چې ځيني برخې ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو. 

له ښاغلي جبرائيلي څخه د ایکنانیوز د مسلامی ګروهنو او د مسلمانانو ترمینځ د وحدت په رامینځةکولو کې د معصومین علیهم السلام دکلام او د قرآن د رول په باب پوښتنه وکړه،نو هغه هم په ځواب کې ووئيل؛د آل عمران سورې ۱۰۳مشهور آیت  یعني ؛وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا» ) حکم ورکوي چې په هراړخیز ډول  او په ډله ایز ډلو د خداي په  رسئ منګولې ښخې  کړئ او له یوه بله مه جلاکیږئ؟

د آل عمران سورې په دوام کې هم راغلي دي، ؛وَلَا تَکُونُوا کَالَّذِینَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَیِّنَاتُ وَأُولَئِکَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیمٌ؛    او ـ( تاسو ائ ایماندارو)؛  دهغو کسانو په شان نه شئ چې له دې وروسته چې د هغوي لپاره روښانه  دلیلونه  راوړل شول ، ډلې ډلې او خواره واره شول  او (په دین) کې ئې اختلاف پیدا کړ، او د دوي لپاره لوي عذاب دی :::

حضرت امام خمیني او حضرت امام خامنه اي تل پر وحدت او تعامل ټينګار کړی دی. حضرت امام حسن مجبتی علیه السلام  هم د وحدت د ساتلو لپاره سوله وکړه او وې فرمائيل؛ لعَلَّنِی وَأَنْتُمْ بَیْنَ الْقَوْمِ أَلِفَیْنِ»

شاید زه او تاسو  خلکو سره په زرګونو ځلې خبرې وکړو او  وحدت او یووالی پیاوړی کړو.

https://qom.iqna.ir/fa/news/4304353

captcha