IQNA

په مسکو کې د « قرآن نړئ» نومې دوهم نړیوال نندارتون جوړشو

10:37 - September 16, 2025
د خبر لمبر: 3491715
ایکنا - د قطر په ملګرتیا سره د « قرآن نړئ» په عنوان  سره دویم نړیوال  تعاملي نندارتون د روسیې په پلازمینې مسکو کې د جامع جومات په انګړ کې جوړ شو.

 ایکنانیوز د الرایه په حواله راپور راکوي، دا نندارتون د تیرې جمعې په ورځ،یعني   د ستمبر په ۱۲ (د وږي یا سنبلې د میاشتې په  ۲۱) د مسکو په جامع جومات کې پرانیستل شوی. په دغو دستورو کې د روسیې   عمومي مفتي شیخ راوي عین‌الدین، د فیدریشن د مسلمانانو د دیني ادارې  مشر ،په روسیې کې د قطر سفیر احمد بن ناصر بن جاسم آل ثاني او د قطر د اوقافو وزارت او تاتارستان یو شمېر چارواکو ګډون کړی و.

د روسیې مفتي په دغو مراسمو کې وویل: د  قرآن نړئ  نومې  نندارتون نه یوازې د قرآن د نازلېدو کیسه بیانوي او د هغه د ساتنې بلنه ورکوي، بلکې د عربي خطاطۍ عظمت او د ژوندي تلاوت قوت هم ښئي او د سولې، رحمت او عدالت  تل پاتې او لوړ ارزښتونه د خلکو په زړونو کې ځای پر ځای کوي.

هغه زیاته کړه: د روسي   فیډریشن د مسلمانانو د دیني چارو ادارې او د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت ترمینځ په دغه نندارتون کې ملګرتیا  د معنوي ډیپلوماسۍ د هڅو یوه بېلګه ده چې ملتونه سره متحد کوي، باور پیاوړی کوي او د سولې د آرمان په خدمت کې ده.

شیخ راویل عین‌الدین ټینګار وکړ:دا ډول فعالیتونه د اسلامي امت ځوانانو ته دا پیغام ورکوي چې د خدای پر کتاب د منګولو ښخول په ژوند کې روغتیا او سعادت او نیکمرغي راولي او د انسان لار روښانه کوي.

وروسته قطري قاري او مبلغ، شیخ عبدالرشید شیخ صوفي، د قرآن د فضیلت په اړه خپله وینا وړاندې کړه او ګډونوالو د مسکو په جامع جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ.

باید ووئيل شي  چې د جهان قرآن  یا د قرآن نړئ  نومې نندارتون د قطر او د روسیې د فیډریشن د کلتوري او دیني ملګرتیا  په چوکاټ کې جوړیږي او د دغه  دوهم پړاؤ،چې د اکتوبر تر ۶ پورې  (یعني د تلې ۱۴ ) پورې دوام لري، په مسکو، ساراتوف، سارانسک او قازان ښارونو کې به پروګرامونه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه نندارتون لومړی پړاؤ د  ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې یوازې په مسکو کې جوړ  شوی ؤ.

 https://iqna.ir/fa/news/4305127  

captcha