ایکنانیوز د صدی البلد په حواله راپور راکړی، د مصر د الازهر پوهنتون مرستیال محمد عبدالرحمن الضوینی په دې اړه وویل: د مرتل قرآن د الازهر د ۳۰ زدهکوونکو په غږ، چې له ۱۸ کلونو زیات عمر لري او ځانګړی تلاوت ئې درلود، ثبت شوی دی.
هغه زیاته کړه: دا کسان د الازهر له ۱۸۰ زرو(یو لک )څخه زیاتو زدهکوونکو څخه د دقیقو انتخابي او روزنیزو مرحلو وروسته غوره شوي دي.
د الازهر د مرکزونو مشر شیخ ایمن عبدالغني،وویل: ددغه مرتل قرآن چمتو کول د کابو درو کلونو دوامدارو هڅو پایله ده او دا اثر په کابو ۳۰ ساعتونو انځوریز شکل کې،د غږ او لهجې د ښکلا او د تجوید پر قواعدو د تسلط ترکیب دی.
په همدې اړه، د الازهر د قرآن د بیاکتنې کمیټې مرستیال شیخ حسن عبدالنبي عراقي، وویل: د الازهر د زدهکوونکو مرتل قرآن د الازهر د قرآن د بیاکتنې کمیټې له خوا درې ځله په دقیق ډول وڅېړل شو څو د تلاوت او د حروفو د تلفظ د سموالي ډاډ ترلاسه شي.
د الازهر د قرآنی چارو یو بل مسئول ابوالیزید سلامه،وویل: دا پروژه د مصر د تلاوت د هیواد په توګه د معرفي کولو او د مصري قاریانو د پیژندلو په موخه ترسره شوې ده، چې قرآن یې نړیوالو ته رسولی دی، څو د مصر مقام د تلاوت د هیواد په توګه نسل په نسل وساتل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4304942