هغه د تهران د وحدت په ۳۹ نړیوال کنفرانس کې له ایکنانیوز سره په خبرو کې وویل:مونږ دلته د دې لپاره ټول شوي یوو څو د وحدت او یو داسې حکومت د جوړولو په اړه د رسول الله (ص) سیرت نړۍ ته یاد کړو چې د ټولو وګړو حقوق په کې رعایت شوي وي.
هغه زیاته کړه: رسول الله (ص) کله چې مدینې ته لاړ، یو مکتوب قانون ئې جوړ کړ چې د نړۍ له لومړنیو اساسي قوانینو څخه و. په دې قانون کې د ټولو وګړو حقوق، پرته له دې چې د دوی دین، توکم یا جنسیت څه وي، رعایت شوي وو. د مدینې سند یهودو او مشرکانو ته هم د نورو وګړو په څېر حقوق ورکړي وو. له دې امله، مونږ اوس د عربي او اسلامي امت په توګه د یووالي او هغو خطرونو پر وړاندې د مبارزې اړتیا لرو چې ټول ئې په نښه کړي دي.
شیخ الجربا وویل: نن سبا صهیونیسټي رژیم په ښکاره اعلان کړی چې د لوي اسرائیل طرحه تعقیبوي. دا لومړی ځل دی چې د دغه رژیم لومړی وزیر په رسمي او ښکاره توګه د عربي او اسلامي هېوادونو پر وړاندې دا خبره کوي. له همدې امله، مونږ د دې خطر پر وړاندې یووالي او پيوستون ته ډیره اړتیا لرو.
هغه د رسول الله (ص) د اخلاقي صفاتو او د اسلامي امت د وحدت د پیاوړتیا لپاره د هغې د کارولو په اړه وویل: رسول الله (ص) یو ناطق او ژوندی قرآن ؤ چې په ځمکه ئې حرکت کاوه، او مونږ اوس ددغو اخلاقو کارولو ته اړتیا لرو څو اسلامي وحدت رامینځته کړو.
د نبوي سیرت د اوسنئ ټولنې په ژوند کې د عملي کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل: مونږ باید د نبوي سیرت له اکاډمیک لوست څخه ورهاخوا ولاړ شو او دا په خپلمنځي تعاملاتو او حتی له غیرمسلمانانو سره په اړیکو کې عملي کړو څو د دې ستر او لوي او سوچه دین په اړه د نړیوالو دوستي ترلاسه کړو.
https://iqna.ir/fa/news/4304831