ایکنا _یو شمېر نړیوال قاریان له ایران، پاکستان او عراق څخه په نړیوالی تلاوتي کرسئ «رحمةللعالمین» کې ګډون وکړ، چې په مشهد مقدس کې د مسجد ابیالأئمه امیرالمؤمنین(ع) په انګړ کې ترسره شوه.

د ایکنا د راپور له مخې، د مشهد مقدس د مسجد او حسینیې ابیالأئمه امیرالمؤمنین(ع) انګړ د جمعې په ورځ د وږي په ۲۸مه د «رحمةللعالمین» نړیوال تلاوت کوربه و. دغه محفل د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد(ص) د زوکړې د مبارکې ورځې په ویاړ جوړ شوی و.
په دې تلاوتي کرسي کې له ایران څخه قاریان سید جواد حسینی، مهدي غلامنژاد، وحید نظریان، جواد کاشفی، امیر لعل او محمد بهرامي ګډون وکړ. همدارنګه د وحید نظریان او هادي اسفیداني د تلاوت ویډیو خپره شوې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4306108/