IQNA

سويډ  په  ۲۰۲۵ کې د مهاجرینو لپاره یو تر ټولو بد  هېواد دی

11:44 - September 27, 2025
د خبر لمبر: 3491771
ایکنا - د یوه  نړیوال  راپور له مخې په ۲۰۲۵ کې، سوېډ د مهاجرینو لپاره له تر ټولو بدو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

 ایکنانیوز د  المرکز السویدي للمعلومات  له قوله راپور راکوي، د وخت  ملنډه  دا ده  چې سوېډ  د بشریت  لپاره  له بیلګې  څخه د مهاجرینو لپاره په تر ټولو بد هېواد  بدل شوی دی. د InterNations لخوا خپور شوی Expat Insider ۲۰۲۵ راپور ښئي چې سوېډ په دې رتبې کې له ۴۶ هېوادونو څخه ۳۸  ځای خپل کړی دی. دا څېړنه له  ۱۷۲ ملتونو له څخه له ۱۰ زره څخه زیاتو مهاجرینو د نظرونو پراساس ترسره شوې ده.

د پایلو له مخې، سوېډ د چاپېریال کیفیت او بنسټیزو جوړښتونو له پلوه ښه رتبه ترلاسه کړې ده، خو د مهاجرینو د  ځاي په ځاي کیدا د  آسانۍ او په  ځا ي ټولنې کې  د یوځاي کیدا لپاره  ئې په آسانتیاؤ کې کم امتیاز ترلاسه کړی دی چې د ناروې (۳۹) او برتانیې (۴۱) سره ئې په اروپائي رتبې کې تر ټولو ټیټ ځای ته رسولی دی. په ټول  کې، له لسیزو راهیسې چې سوېډ په نړیوالولیسټونو کې د مهاجرت او پنا ه غواړو لپاره له غوره ځایونو څخه یو ؤ، څرګنده رتبه کمه شوې ده او دا هېواد د مهاجرت تجروبې لپاره له تر ټولو بدو هېوادونو څخه یو ګرځولی دی.

دا بدلون څو ډول عوامل څرګندوي، له دې چې د مهاجرینو پر ضد کرکه، په تیره بیا د  مسلمانانو پر ضد زیاته شوې ده،  په  ورځني ژوند کې د توپیر او توکمپالنې تر  زیاتوالي او د هغو سیاسي غږونو تر زیاتوالي پورې  چې د مهاجرینو د ایستلو او حتی د تابعیت د لغوه کولو غوښتنه کوي.

په نړیواله کچه درې وروستي هېوادونه کویت (۴۶)، ترکیه (۴۵) او سویلي کوریا (۴۴) وو. په مقابل کې، انډونیشیا، فلپین او پرتګال د ۲۰۲۵ کې د مهاجرینو لپاره له غوره ځایونو څخه په سر کې ځای درلودلی دی.

دغه  راپور د مهاجرینو د ورځنۍ تجربې اندازه کړې ده چې د ژوند له لګښت، د اوسېدو فرصتونو، د کار او ژوند انډول، هوا، د ژوند سټایل او د ټولنې د هرکلي  له سوئې  څخه، نه یوازې اقتصادي یا امنیتي  ځانګړنو  اندازه.

https://iqna.ir/fa/news/4306952     

captcha