ایکنانیوز د اسکای نیوز له قوله راپور راکوي، د لندن ښاروال صادق خان په یوې مرکې کې د متحده ایالاتو د کرغیړن ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې وروستۍوینا په اړه سخت غبرګون وښود، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې ئې کړې وه.
د لندن ښاروال وویل، وروسته له دې چې د متحده ایالاتو ولسمشر په خپله پ دغې وینا کې په برتانیې او په ځانګړې توګه په لندن نیوکه وکړه، هغه وویل چې دی له کرائې پرته د ټرمپ په ذهن سور دی.
د متحده ایالاتو ولسمشر د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې پخپلې وینا کې وئيلي «زه لندن ته ګورم، داسې ځای چې یو وحشتناک ښاروال لري، وحشتناک، وحشتناک ښاروال، او [ښار] بدل شوی دی، ډېر بدلون ئې موندلی. اوس دوي غواړي د شریعت قانون ته مخه کړي. خو تاسو په بل هېواد کې ئئ، تاسو دا کار نشئ کولئ.»
صادق خان په دې اړه وویل: «زه فکر کوم چې ډونالډټرمپ ښودلې ده چې توکمپال جنسیتپال، ښځو ضده او اسلام ضده فکر لرونکی دی. کله چې خلک خبرې کوي، کله چې خلک په یو خاص ډول عمل کوي، کله چې خلک په یو خاص ډول چلند کوي، نو تاسو باید پرې باور وکړئ.»
https://iqna.ir/fa/news/4306921