د ایکنا د راپور له مخې، چې د العربي الجدید له قوله لیکل شوی، دا نندارتون د اردن د کلتور وزیر «مصطفى رواشده» له خوا د دغه هېواد د پاچا په استازیتوب پرانیستل شو او د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر ۴ چې د تلې له ۱۲ سره برابره ده، دوام کوي.
دا نندارتون د اردن د ناشرانو د اتحادیې په نوښت د اردن په نړیوال نندارتون مرکز - مکه مال کې د ۲۲ عربي او غیر عربي هېوادونو د ۴۰۰ خپرندویو موسسو په ګډون سره د «قدس، د فلسطین پلازمینه» شعار سره جوړ شوی او د اردن هغه دریځ څرګندوي چې د قدس شریف د اسلامي او مسیحي مقدساتو ملاتړ کوي.
د اردن د کلتور وزیر وویل چې عمان د خپل بډاي تاریخي او کلتوري مخینې او په بېلابېلو علومو او معارفو کې د خپلو میراثي خزانو له امله د سږکال نندارتون افتخاري مېلمه دی.
د امان د کتاب نندارتون د اردن، فلسطین، سورئې، مصر، مراکش، تیونس، الجزایر او اماراتو د هنرمندانو او نوښتګرو په ګډون سره ترسره کېږي او د ماشومانو لپاره یو ځانګړی پروګرام د اردن د «عبدالحمید شومان» فاؤنډیشن په څارنې سره پکې اجرا کېږي.
له کلونو راهیسې، د اردن نړیوال کتاب نندارتون د «قدس؛ د فلسطین پلازمینه» نومې شعار غوره کړی څو د نړیوالو روا مفاهیمو، عدالت او د برخلیک د ټاکلو د حق په اړه خپل ملاتړ ښکاره کړي او د فلسطیني روایت په وړاندې د نیواکګرو روایت او د هغوی توکمپالې کړنې بیان کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4307302