IQNA

په قطر کې د «قرآن او بشري علم» نړیوال سمینار ترسره کیږي

13:56 - September 29, 2025
د خبر لمبر: 3491785
ایکنا - د «قرآن او بشري علم؛ د حکیمانه علم په لور» نومې  نړیوال  سمینار به د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه (یعني د میزان ۹ ) د قطر د وقفونو او اسلامي چارو وزارت او  د قطر پوهنتون په همت سره په دغه هیواد کې ترسره شي.

  ایکنا نیوز د الرأیه په حواله راپور راکوي، د قطر د  وقفونو او اسلامي چارو وزارت او قطر پوهنتون به د اکتوبر په لومړۍ نیټې  په دوحې کې دوه نړیوال سمینار ترسره کړي چې یو ئې د قرآن کریم او بشري  ساینس  او پوهې   ترمینځ اړیکو په اړه به وي چې د «يهدي للتي هي أقوم: [خلک] هغه [دین] ته چې تر ټولو پایداره دی، لارښوونه کوي» (د اسراء سورې ۹ آیه) شعار سره به وي او بل کنفرانس به د «امت کتاب» په نوم ترسره شي.

لومړنی کنفرانس  به چې نوم یې «قرآن او بشري علوم: د حکیمانه بشري علم په لور» دی، د اسلامي نړۍ له څو هیوادونو څخه له ۱۸ زیاتو څیړونکو ګډون سره ترسره شي، چې موخه ئې د قرآن مرکزیت بیرته راوستل د بشري او ټولنیزو خبرو اترو په شکل ورکولو او لارښوونه کې دي چې د دیني علومو او ټولنیزو او بشري علومو ترمینځ  د تشې د  ډکولو  لپاره یو پل جوړوي.

دا پروګرام چې د قطر کې د قرآن او بشري علومو کلني غونډو  لومړنی سمینار دی، د قرآن کریم او د هغه د رول او اغیزې په اړه به څیړنه وکړي چې څلور اصلي علمي برخو کې ډول ورکوي یعنې تربیه، ټولنيز، نفسيات او اقتصادي علم.

دا کنفرانس د دیني علومو، ټولنیزو او بشري علومو څیړونکو تشویق او هڅونه کوي چې په سیستماتیک ډول له بشري او ټولنیز علم سره تعامل ولري او په کې پانګونه وکړي.

دوهم کنفرانس چې لومړنی «امت کتاب» نومې غونډه ده چې د «امت کتاب؛ روښانه ګډونونه او نوي موندنې» په شعار سره ترسره کیږي چې موخه ئې د اسلامي کلتوري پوهاوي ورکول او د مسلمانانو د بصیرت زیاتول د هغو رسالتي اړخونو په اړه چې دوي ته سپارل شوي دي.

دا پیښه به د مسلمانانو د ورځني ننګونو په وړاندې د هوښیارۍ لپاره هم هڅه وکړي او د دې ننګونو سره د مقابلې او روبرو کېدو په اړه به ئې لارښوونه وکړي.

دا غونډه چې د کلتوري ستراتیژیک مهمه پروژه ګڼل کیږي، اوه مقالې به څیړي او د نوي کلتوري بنسټ جوړولو چې موخه ئې د اسلامي ارزښتونو په څراغ کې د متوازن مسلمان شخصیت روزنه او د موجودو بدلونونو پوهاوی، په کار کې ګډاړه کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4307507

captcha