ایکنانیوز د thenational په حواله راپور راکوي، د سکاټلنډ پولیسو د دغه هیواد په ختیځ کې په رنفروشایر کې په یوه مسجد کې د شوي ورانکارئ په اړه څیړنه کوي.
دا پېښه په کلارکسټن اسلامي مرکز کې چې مسجد یوسف پکې موقعیت لري، د سپټمبر ۲۴ په شپه په کابو ۵:۴۰ بجو شوې ده.
د مسجد یوې ویاندې وویل چې دا عمل ماشومانو، کورنیو او د ټولنې په غړو کې خپګان او ویره رامنځته کړې ده. دوی دا عمل د ختیځ رنفروشایر او ټول سکاټلنډ کې د مسلمانانو په وړاندې د توکمپالنې د بد چلند د یوې اندېښمنونکې نمونې برخه ګڼي.
د سکاټلینډ د جوماتونو انجمن دا پېښه محکومه کړې او دا یې د عبادت ځای پر وړاندې یو ښکاره او بزدلانه برید بللی دی. د دې انجمن یوه غړي عمر افضل وویل: که څه هم څوک زیانمن شوی نه دی، خو مسلمانه ټولنه له روحي پلوه له ډ يرو اندیښنو سره مخ شوې ده .
د سکاټلنډ پولیسو تایید کړې چې څیړنې روانې دي او له شاهدانو غواړي چې له پولیسو سره اړیکه ونیسي. د پولیسو یوه ویاند وویل: د دې ودانۍ د کړکۍ ماتولو وروسته پراخې څیړنې روانې دي. هغه له هر چا چې معلومات لري غوښتي چې له پولیسو سره اړیکه ونیسي.
د ښار شورا یوه مسئول انډرو موریس وویل چې دا پېښه چې د نیوټن میرنز کې د یوې مسلمانې زدهکوونکې باندې له برید څخه وروسته شوې، د منلو وړ نه ده.
هغه زیاته کړه چې ختیځ رنفروشایر تل د مختلفو پرګنو لرونکې ټولنې په توګه پیژندل شوی دی او ډاډ ئې څرګند کړ چې اوسېدونکي د دې ارزښتونو ساتلو ته لیوال دي.
په وروستیو میاشتو کې د مسلمانانو په وړاندې نورې پېښې هم رامنځته شوې دي. په اګست کې، یو ۱۷ کلن ځوان په ګرینوک کې د یوه مسجد پر وړاندې د پراخ برید پلان له امله ۱۰ کلن بند محکوم شوی دی. د روان کال په پیل کې، بل ځوان په ابردین کې د یو ه جومات د تخریب د هڅې په تور محاکمه شو.
د ټولنې مشرانو خبرداری ورکړی چې داسې اعمال د شخړو د زیاتیدو خطره لري. موریسن وویل: پر هر دیني ډلې هر ډول برید په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی. هر څوک چې ښه نیت لري له دغو پېښو وحشت لري.
د کلارکسټن جومات ودانۍ چې مخکې ئې د ځاي کلیسا وه، وروسته چې خرڅه شوه، د مسلمانانو د عبادت په ځای باندې بدله شوه.
https://iqna.ir/fa/news/4307467