د ایکنا د راپور له مخې، د لومړي ځل لپاره د قرآن کریم د «زینالأصوات» نومې عمومی سیالیو د پرانیستې مراسم ټاکل شوې ده نن چارشنبې په ورځ د «قرآن، د مؤمنانو کتاب» په شعار سره د قم په مقدس ښار کې ترسره شي او دا پیښه به د پنجشنبې په ورځ، یعني د تلې په ۱۰،د یوې غونډې په ترڅ کې خپل غوره کسان اعلان کړي.
د دغو سیالیو د پرانیستې مراسم نن مازدیګر ۲ بجې د جمکران په یاوران مهدي (عج) کمپلیکس کې د غلامرضا احمدي په اجرا او د سیدمحمد حسینيپور په تلاوت سره پیل شي. سیالۍ به په دوو جلا تالارونو کې د لویانو د «تحقیق قرائت » او «د ځوانانو او منافسهيي قرائت» برخو لپاره ترسره شي.
دا سیالۍ د هېواد د دریو ډلو، یعنې زدهکوونکو، پوهنتوني محصلینو او د دیني علومو طلبه و لپاره ځانګړې دي.
د دې پړاؤ نقدي جایزې ملبړ یو میلیارد تومانو ته رسېږي چې په تفقیق سره به غوره کسانو ته ورکول کېږي:
د قرائت تحقیق برخه: لومړی تر پنځم مقام پورې په ترتیب سره ۵۰، ۴۰، ۳۰، ۲۰ او ۱۰ میلیون تومان .
د ځوانانو قرائت برخه: لومړی تر څلورم مقام پورې په ترتیب سره ۴۰، ۳۰، ۲۰، ۱۰ او ۵ میلیون تومان .
د منافسهيي قرائت (دوهغږی) برخه: لومړی تر پنځم مقام پورې په ترتیب سره ۶۰، ۵۰، ۴۰، ۳۰ او ۲۰ میلیون تومان.
د قرآن کریم د «زینالأصوات» لومړۍ عمومی سیالۍ د آلالبیت (ع) مؤسسې د قرآني چارو د مرکز په هڅو اود آیتالله العظمى سیستاني د استازي حجتالاسلام والمسلمین سیدجواد شهرستاني، په معنوي ملاتړ او د هیواد د یو شمېر کلتوري او قرآني بنسټونو په ملګرتیا ترسره کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4307953