IQNA

د چاملیجا جومات د اسلامي هنرونو میوزیم؛ د نفیسو خطي قرآنونو کوربه(فیلم)

17:34 - October 02, 2025
د خبر لمبر: 3491800
د چاملیجا جومات د اسلامي هنرونو میوزیم؛ د نفیسو خطي قرآنونو کوربه(فیلم)
ایکنا – د ترکیې د استانبول د چاملیجا جومات د اسلامي هنرونو میوزیم، چې ۸۰۰ هنري آثار لري، په شمول د قرآن کریم څو نفیسې خطي نسخې دي. .

ایکنانیوز د الجزیرې په حواله راپور راکړ، د چاملیجا جومات (Çamlıca Camii)، د ترکیې تر ټولو لوی جومات او د استانبول له جوماتونو څخه دی، چې په ۲۰۱۹ کال کې پرانستل شوی. د دې جومات ډیزاین د عثماني معمارۍ او د معمار سنان له اثارو څخه الهام اخیستی دی. دا ودانۍ څلور مینارې لري چې ۱۰۷.۱ میټره اوږدوالی لري او د ۱۰۷۱ میلادي کال د ملازگرد جګړې یاد تازه کوي، چې په دې جګړه کې سلجوقي ترکانو، د الپ ارسلان په مشرۍ، د بیزانس امپراتورۍ پوځ مات کړ.

دا جومات، چې د چاملیجا په یوې غونډۍ باندې موقعیت لري، د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۷ د عامه خلکو لپاره پرانستل شو.

دې ټولګې ، چې د عثماني پړاؤ د جوماتونو د معمارۍ په تقلید سره ډیزاین شوې، د عثماني امپراتورۍ د نامتو معمار «معمار سنان» له اثارو څخه الهام اخیستل شوی، چې د استانبول سلیمانیه جومات او ۳۰۰ نورې ودانۍ ئې جوړې کړې دي.

د چاملیجا جومات د لمونځ‌ یو هال لري چې کابو ۶۰ زره کسان پکې ځایېدلی شي، یو میوزیم، یوه ګالري، هنري ورکشاپونه، یو کتابتون او یو کنفرانس هال د دغې ټولګې نورې برخې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4307961 

captcha