IQNA

«د نصرالله مکتب» نومې کتاب اسلام‌آباد ته ورسېد

17:43 - October 02, 2025
د خبر لمبر: 3491802
ایکنا - د حزب‌الله لبنان د وخت عمومی منشي د شهادت له لومړنئ کلیزې سره هم‌مهاله، د «مکتب نصرالله» نومې کتاب په اردو ژبې ژباړل شوی او په اسلام ا باد کې ورڅخه مخ کتنه وشوه.

 ایکنانیوز د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري او ارتباطاتو د ادارې د عامه اړیکو په حواله راپور راکړی، د مقاومت د شهیدانو سرادر سیدحسن نصرالله، د شهادت د کلیزې په ورځ او په هغې غونډې کې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت او کلتوري سلایارئ په ملګرتیا سره په اسلام‌آباد کې جوړه شوې وه،په اردو ژبه د «مکتب نصرالله» نومې کتاب مخ کتنه وشوه.

دا کتاب، چې د ایران د کلتوري او ارتباطاتو ادارې د الهدي نړیوالې خپرندویې مؤسسې لخوا ترتیب او ژباړل شوی و، د ایران د کلتوري سلایارئ په هڅو سره چاپ شو او په پاي کې د یادې غونډې په څنډې کې په ګډونوالو ووېشل شو.

«مکتب نصرالله» نومې کتاب د نړیوالو شخصیتونو د نظرونو او بیاناتو ټولګه ده چې د شهید سیدحسن نصرالله په اړه دي او تېر کال د هغه د شهادت په څلویښتمې ورځې د «مکتب نصرالله» په عنوان سره په ایران کې په یوې غونډې کې وړاندې شوي وو.

د دې کتاب لومړی چاپ د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ شو او پای ته ورسېد. په همدې خاطر، د ایران کلتوري سلایارئ په اسلام‌آباد کې د دغه اثر دویم چاپ په خپلې ایجنډا کې شامل کړی دی. 

https://iqna.ir/fa/news/4308006

captcha