ایکنانیوز د نيوز روم له قوله راپور راکړی، دا اپلیکیشن چې په «قاري برېښناکي قرآن» په نامه دی، د الازهر شيخ احمد الطيب، په ملاتړ او د الازهر د مرستيال د محمد عبدالرحمان الضويني، په څارنې کې او د الازهر د نوي ټیکنالوژيو څخه ګټې اخيستو په لاره کې د قرآن خدمت او تعليم په هدف سره پیل شو.
د الازهر تابعې ادارو اداره (یعنی د الازهر تابعې څانګو څانګه) څخه يو شمیر پروګرام لیکونکو څېړنکارانو دا اپلیکیشن تیار کړی دی او دا پروګرام په ځانګړې توګه د زده کړيالانو او ښوونکو لپاره د قرآن کريم د سم تلاوت د اسانولو لپاره ډيزاين شوې دی.
د الازهر د قرآن عمومي اداره د اپلیکیشن تخنیکي معاينه ترسره کړې چې د تلاوت په دقت، د محتوا په سم کېدا، د تجويد قواعدو سره په همغږۍ او د قرآن په سم ضبط کې ډاډ ترلاسه کړي.
دا اپلیکیشن يوه اغېزشیندونکې تعلیمي وسيله ده چې د قرآن کريم د سم او څرګند تلاوت برابرولو له لارې، د الازهر ادارو په داخل او بهر کې د قرآن کريم د تعليمي پروسې ملاتړ کوي.
دا پروژه د الازهر په ديني تعليم کې له اوسمهاله ټکنالوژيکي وسيلو څخه د ګټې اخيستو د ژمنې په لاره کې ترسره شوې چې داسلامي ارزښتونو په سم جوړښت کې به د قرآن کريم حفظ او تلاوت په آ سانولو کې مرسته وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4308001