ایکنانیوز د ډویچه وله له قوله راپور راکړی، د جوماتونو د پرانیستو دروازو ورځ له ۱۹۹۷ څخه او هر کال په دریم اکتوبر چې د آلمان د ملي یووالي ورځې سره برابره ده، په دې هېواد کې ترسره کېږي او د دې ورځې ټاکل تصادفي نه دی؛ بلکې د جرمني د مسلمانانو مرکزي شورا دا ورځ ټاکلې چې ټینګار وکړي ،مسلمانان د دې هېواد په ټولنې کې د یووالي او وحدت برخه دي او له ټولو جرمنیانو سره تعامل لري.
د سږکال داپيښه چې د جمعې په ورځ، دریم اکتوبر باندې چې د تلې یا میزان د میاشتې له ۱۱ سره برابره ده، ترسره شوې، شعار ئې «دین او اخلاق؛ ایمان، د انساني قطب نما»ؤ چې په دین کې د اخلاقو مثبت رول باندې ئې تمرکز کاوه او مهرباني، عدالت، پيوستون، له توپیر سره مقابله او د کرکې له خپرولو سره مقابله د « پرانیستې او آزادې ټولنې» ګډ بنسټونه ګڼل.
دا پروګرام هم ټینګار کوي چې په بې ثباتۍ او تفرقې کې، نړیوالو ارزښتونو ته پاملرنه ډېره اړینه ده او دین کولی شي د انسانیت او انسجام سرچینه شي.
له نورو دینونو سره د خبرو اترو پیاوړي کول
د جرمني د مسلمانانو د همغږۍ شورا په راپور سره، هر کال په دې ورځې له ټولو سیمو څخه ګډون له زرو څخه زیات جوماتونه ګډون کوي څو ګټور کسان له اسلامي عقایدو سره بلد کړي او د مسلمانانو او نورو دینونو ترمینځ خبرې اترې پیاوړې کړي.
د جرمني په ډېرو مسجدونو کې د دې ورځې پروګرامونه زیات دي او سږکال په «هورت» سیمې کې چې د «کولونیا» ښار څخه ده، لیدونکي د جوماتونو د معمارۍ او تاریخچې سره بلد شول او د دې مقدسو ځایونو کې د ورځني ژوند سره چې په آلمان کې د مسلمانو اقلیتونو تر ټولو مهم ګډ ځایونه دي.
په برلین کې د «السلام» مسجد امام، شیخ محمد طه، له الجزیره خبری چینل سره په خبرو کې وویل: ډېر لیدونکي د دین په اړه چې په رسنیو کې ډېر څه ورباندې وائي، د حساسیټ او استفادې په دلیل مسجدونو ته راځي.
هغه وائي: خلک مسجد له بهره ګوري، خو نه پوهیږي ، چې دننه څه کېږي. ځینې هم غواړي چې خپلو پوښتنو ته ځوابونه ومومي او غواړي چې په ژوند کې د مسایلو په اړه د اسلام نظر وپوښتي.
په همدې برخې کې، د برلین کې د ترکي «مسجد شهیدلیک» ټولنې مرستیال، احمد اوغلو، ټینګارکوي چې دا ورځ د مسلمانانو او د هغوی د جرمني ګاونډیانو ترمینځ د لیدنې موقع ده.
پوهې ښئي چې په آلمان کې د اسلام منل په وروستیو کلونو کې زیات شوی، په تیره بیا د هغو کسانو په وړاندې لکه چې سترمنې ښځې چې د دیني نښې څرګندوئې لري.
یو لیدونکی ابراهیم وائي: رسنۍ او ځینې سیاستمداران د دغه ناسم انځور پیاوړي کولو مسؤل دي.
https://iqna.ir/fa/news/4308897