IQNA

   عباس سليمي:

له قرآن سره د راتلونکي جوړونکي نسل بلدتیا پکار ده

13:29 - October 12, 2025
د خبر لمبر: 3491845
ایکنا - د «زين الاصوات» سياليو د لومړي پړاؤ د څارونکي تيم مشر د قرآني فعاليتونو په پراختيا کې د ټولو ادارو پر  عمومي مسؤليت په  ټينګار سره، دا سيالۍ  د قرآني کلتور پر بنسټ د راتلونکو مدیرانو  د تربيې لپاره يوه زمينه ګڼلې او وئيلي ئې دي؛ نه يوازې دا سيالۍ، بلکې ټولې قرآني سيالۍ او د هغو ترسره کیدا  د قرآني فعاليتونو په  پراختيا او خپرولو  باندې اغیزې شیندلی شي..

د «زين الاصوات» لومړۍ  قرآنی ملي  سيالۍ د ایران  له  ګوټ ګوټ څخه دځوان قاريانو او حافظانو په ګډون د آل البيت (ع)  موسیسې له خوا په قم مقدس ښار کې جوړې شوې. د دغې قرآني پېښې په اړه، ایکنانیوز  د سياليو د څارونکو د  تيم مشر عباس سليمي سره خبرې اترې کړې دي، ځیني برخې ئې تاسو سره هم شریکې کوو.

ايکنانیوز ورڅخه پوښتنه وکړه، څه اړتياوې د «زين الاصوات» په څېر د سياليو جوړول  توجيه کوي؟

 ښاغلی عباس سلیمي ددې پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛د «زين الاصوات» په څير د قرآني سياليو جوړول دې د  اسلامي جمهوري نظام لپاره يوه استثنائي موقع وګڼل شي. که   د مونږ  ګران قدرمن ځوانان او زلمیان د اسلامي هیواد  راتلونکي او جوړونکي نسل دی ، له قرآني کلتور او فکر سره بلد کړئ شو، نو راتلونکي کې به دوي  مونږ د هېواد کې  توانمن  مديرنو د شتون  شاهدان ووسو چې هدف ئې يوازې د  خداي  د  رضا ترلاسه کول او د  خدای تعالی د بندګانو خدمت کول وي.

 هغه ووئيل؛دلته مهم ټکي دا دی چې نه يوازې دا سيالۍ، بلکې ټولې قرآني سيالۍ او د هغو جوړول  د قرآني فعاليتونو په پراختيا او خپرولو کې اغېزشیندونکي کیدلی شي. په دغو سياليو کې مونږ د قرآني رسولانو تربيت کوو؛ داسې مبلغين چې  د قرآن او اسلامي انقلاب نوراني مخ  نړیوالو ته معرفي کولی شي. دا سيالۍ يوازې يوه ساده سيالي نه ده، بلکې د قرآني مبلغانو او خپرونکو د روزنې يو تعلیمي ورکشاپ دی.د دغو سياليو د  جوړولو د اړتيا يو  دلیل دا دی چې مونږ دې اجازت ورنه کړو چې قرآن په څنګ کې واړوي. مونږ اجازت  نه ورکوو چې قرآن په غربت کې پاتې شي، ځکه که مونږ دا وکړو، نو  د قيامت په ورځ به د پيغمبراکرم  (ص) له شکايت  سره مخ کېږو.  هماغه شان چې د فرقان سورې په ۳۰ آيت کې  خدوند متعال فرمائي: «وَ قَالَ الرَّسُولُ یَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِی اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا».  باید  قرآني ټولنه ديني غيرت ولري او ددې اجازنه  ورنه کړي چې قرآن څنډې ته شي.

https://iqna.ir/fa/news/4308299

captcha