IQNA

د  "سید نسلونه" د امام خامنه‌ای په  رهبرۍ سره  د ولایت په لار  کې دي

14:38 - October 13, 2025
د خبر لمبر: 3491853
ایکنا - شیخ نعیم قاسم د  حزب الله  ولسی غورځنګ پورې اړوند کلتوري ځوانانو او زلمیانو  په خطاب کې ووئيل؛ تاسو د عدالت  مخکښان او د سید  نسلونه یاست چې د امام خامنه‌ای په رهبرئ  سره د ولایت په لاره کې یاست.

 ایکنا نیوز د المنار له قوله راپور راکړی،د لبنان دحزب الله عمومي منشي، شیخ نعیم قاسم،د سید نسلونه" نومې   غونډې کې او د   امام مهدي (عج) د شپیته  زره لښکریانو په پریډ کې پخپلې وینا کې وویل: د محمدی اسلام (صلوات الله علیه) پر بنسټ تربیت تر ټولو غوره لاره ده.

هغه زیاته کړه: د امام مهدي (عج)  د لارې لارویان د راتلونکي لپاره هڅې کوي. امام مهدي (عج) لوړ هدف دی چې مونږ غواړو د هغه  په  مستقیمې قوماندانئ سره  په ځمکې کې یو  عادلانه امت ته ورسېږو.

شیخ نعیم قاسم وویل: مونږ د مشرانو او   لارویانو  په توګه په یوې  تر  ټولو پاکې صحنې کې سره غونډیږو چې د عزت لرونکي ژوند اراده ښئي.

هغه د لبنان د حزب الله د امام  کشافة الامام مهدي (عج)  د  ټولنې ځوانانو او  زلمیانو ته په  خطاب کې ووئيل؛ تاسو روښانه راتلونکي او د رښتیا او عدالت مخکښان  یاست. تاسو د سید نسلونه یاست چې د امام خامنه‌ای په رهبرۍ سره  د ولایت په لاره کې یاست.

شیخ نعیم قاسم دوام ورکړ:  د مقاومت د  شهیدانو سردار ، د امت د شهیدانو مشر دی چې تاسو ئې د راتلونکي لپاره د عهد، ارادې او امید جوړولو لپاره تربیت کړي چې د الله لاره، د عزتمند ژوند لاره، د مجاهدینو او شهیدانو لاره او د دنیا او آخرت  د نیکمرغئ لاره وپیژنئ او  لوي نجات ترلاسه کړئ.

هغه ټینګار وکړ: په هر حالت کې باید د صادقې وعدې او لا ښه  راتلونکي  ته امید پاتې شي. حتی که زلزلې او سختئ له هرې خوا تاسو راګیر کړي  ، نو تاسو د الله اطاعت کې ثابت قدم یاست.

د حزب الله عمومي منشي، شیخ نعیم قاسم، د حزب الله  زلمیانو  ووئیل؛  تاسو د مقاومت په لاره کې یاست او زمونږ له مقاومت څخه مراد، تر ټولو جامع او پراخ دی، ځکه چې یو  تربیتې، کلتوري، اخلاقي او سیاسي انتخاب دی.

د حزب الله عمومي منشي په دوام کې ووئیل؛ زه ویاړم چې په تاسو کې یم، تاسو مې قدرمن یاستئ او دعا کوم چې ګډه د امام مهدي (عج) په انتظار کې ووسوو.

https://iqna.ir/fa/news/4310269

captcha