د ایکنا د راپور له مخې، د ایران د کلتور او اړیکو د ادارې د عامه اړیکو او اطلاع رسولو ادارې ویلي، چې د پاکستان د قرآن کریم د لومړنیو نړیوالو سیالیو اجرایوي مدیر، صداقت علي، په اسلامآباد کې د ایران له کلتوري سلایار، مجید مشکي، سره د لیدنې پر مهال خبرې اترې کړې دي.
په دغې لیدنې کې د پاکستان د قرآن کریم د لومړنیو نړیوالو سیالیو د ترسره کولو د ترتیباتو په اړه خبرې وشوې.
د دغو سیالیو اجرایوي مدیر د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآنی پرمختګونو ستاینه وکړه او ایران ئې د قرآنی علومو او فنونو په برخه کې یو له مخکښو هېوادونو وباله. هغه د دې سیالیو په دغه پړاؤ کې د ایراني قاضي او قاري د شتون په اړه وویل: «مونږ لپاره دا ویاړ دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت یو قاضي به د یو یا دوو نورو اسلامي هېوادونو د قاضیانو ترڅنګ د دغو سیالیو قضاوت وکړي او مونږ هیله لرو چې د ایران استازی قاري به په دې سیالیو کې لوړ مقام ترلاسه کړي.»
د ایران کلتوري سلایار د پاکستان د دولت له لوري د قرآنی نړیوالو سیالیو د جوړولو د اقدام ستاینه وکړه او ويې ویل: «په پاکستان کې د قرآنی محفلونو د جوړولو لپاره د خلکو لیوالتیا او جوش په اسلامي نړۍ کې بېساری دی. مونږ د پاکستان د ټولو پرګنو د خلکو له لوري د قرآنی محفلونو هرکلی او لیوالتیا لیدلې او هیله لرو چې د پاکستان د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ به په اسلامي نړۍ کې یو له مهمو قرآنی پیښو څخه وګرځي.»
همدارنګه، د ایران د کلتوري سلایارئ په وړاندیز او د پاکستان د مذهبي چارو وزارت په ملګرتیا سره، د پاکستان د قرآن کریم په لومړنیو نړیوالو سیالیو کې د قضاوت یوه څوکۍ ایران ته ځانګړې شوې ده. دا سیالۍ به د روان کال د لېندۍد میاشتې په لومړیو کې په اسلامآباد کې ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4310855