IQNA

 د قزاقستان په قرآني سیالۍ کې دعربستان نماینده لومړی مقام ګټلی

13:41 - October 19, 2025
د خبر لمبر: 3491883
ایکنا ۰ سعودي عربستان نماینده، فهد بن محمد الشامي،د قزاقستان د قرآن د سیالیو په دوهم پړاؤ کې  د قرآن په حفظ کې  لومړی مقام ګټلی دی.

 ایکنا نیوز د ۲۵h.app  له قوله راپور راکوي، د قزاقستان اړونده مسئولانو وئيلي دي، د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او لارښوونې د وزارت نماینده، فهد بن محمد الشامي، د قزاقستان د قرآڼ د حفظ د دوهم پړاؤ په سیالیو کې  لومړی مقام ګټلی چې د دې هېواد په پلازمینې آستانه کې په جامع مسجد کې ترسره شوې ده.

په دغو سیالیو کې ۲۱ هېوادونو استازو  ګډون کړی وو او  دمصر نماینده، صالح محمد موسی تهامي،  څلورم مقام ترلاسه کړی.

دغه مصري حافظ وویل: دا بریا، یو الهي موهبت دی چې  دخداي د کتاب  په حفظ او تلاؤت کې د کلونو  زیار او هوډ  ښئي.

هغه زیاته کړه: دا لاس ته  راوړنه تصادفي نه ده؛ بلکې د اوږدې مودې هڅو او استقامت پایله ده چې د کورنۍ او ملګرو ملاتړ او د والدین  په دعاګانو سره ترلاسه شوې ده.

د مصر اوقاف وزیر، اسامه الازهري،هم د صالح تهامي  قدرداني وکړه او  هغه ته ئې مبارکي وویله او ټینګار ئې وکړ چې مصر لا هم د خپلو خلاقو زړو له خوا د قرآن پیغام د دې هېواد په داخل او بهر ته رسوي چې نړۍ حیرانوي

د قزاقستان هېواد  د قرآني سیالیو دوهم پړاؤ  د روانې تلی یا  میزان دمیاشتې له ۲۲ تر ۲۵، پورې  په منځنۍ اسیا  سیمې کې د یوې نوې قرآني پیښې په توګه، له بېلابېلو هېوادونو څخه د قرآن د  ۲۲  حافظانو څخه  په آستانه ښار کې په ملي جامع مسجد کې کوربتوب وکړ. دا سیالۍ یوازې په حفظ برخې کې ترسره شوې وه.

حجت‌الاسلام سیدعلي حسيني له قم ولایت څخه او د قاريانو د اعزام او دعوت د کمېټې له خوا ټاکل شوی او د اوقاف او امور خيريه  ادارې د قرآني چارو مرکز په هڅو سره د  ایران د اسلامي جمهوريت نماینده په دغو سياليو کې ګډون وکړ چې له مقام ترلاسه کولو پاتې شو.

دا پیښه د قزاقستان جمهوريت د ملي ورځې په مناسبت او همدارنګه د دغه هېواد د مسلمانانو د  ديني ادارې د جوړېدو د ۳۵ کليزې په مناسبت جوړه شوې وه.

https://iqna.ir/fa/news/4311346

captcha