
ایکنانیوز د قاهره ۲۴ له قوله راپور راکړی،چې استاد عبدالفتاح الطاروطي د روسیې په نړیوالو قرآني سیالیو کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمینې مسکو، ته سفر کړی و او په دغو سیالیو کې ئې په پای کې ستاينه شوې ده .
د روسیې د مسلمانانو د مذهبي چارو ادارې مشرۍ، شیخ عبدالفتاح الطاروطي د مسکو په نړیوالو قرآني سیالیو کې د څلورم ښکلي او غوره قاري شخصیت په توګه ټاکلی دی.
د روسیې مسلمانانو د مذهبي چارو ادارې، الطاروطي د هغه د ښکلي تاریخچې، د قرآن ړ تلاوت سنت د ژوندي کولو لپاره د ډېرو هڅو، د غوره قرآني قاريانو د لارې د تعقیبولو،او په الطاروطي د قاريانو د روزنې په موسسې کې د قاريانو او حافظانو د چمتو کولو لپاره د بې وقفې هڅو په دلیل ټاکلی دی.
الطاروطي په خپل فيسبوک پاڼې کې ليکلي دي: «د الله تعالی له مهربانۍ او ښکلا څخه مننه. نن ورځ، مونږ د خپلو هڅو په پښې کې د تلاوت سنت د ژوندي کولو، د غوره قاريانو د لارې د تعقیبولو ، او په الطاروطي موسسې کې د ځوانو قاريانو او مداحو د وړتیاوو د ثابتولو لپاره د خدماتو په پېښې کې مفتخر شوي یو. دا ګرځنده د روسیه د فدراسیون د مسلمانانو د مذهبي چارو ادارې مشرۍ په پریکړې سره، د مسکو په نړیوالو قرآني سیالیو کې ترلاسه شو.
عبدالفتاح طاروطي، په ۱۹۶۵ کال کې په طاروط کلی کې زیږیدلی چې د مصر د الشرقیه ولایت مرکز الزقازیق پورې اړوند دی، او کله چې هغه درې کلن و، نو پلار ئې هغه د قرآن کریم د حفظ لپاره د کلی مکتب خانې ته ولېږه. هغه په ۸ کلنۍ کې قرآن په بشپړ ډول حفظ کړ او شیخ النجار پکې مهم رول درلود. هغه بیا د الازهر پوهنتون کې د زده کړې لپاره الزقاقیق ته لاړ. طاروطي د لویو اساتیدو لکه شیخ سعید عبدالصمد، شیخ محمد اللیثی، شیخ الشحات انور او شیخ محمد هلیل تر څارنې لاندې زده کړه وکړه او بیا ئې د اصول دین له پوهنځي څخه په ښو لمبرو سره فارغ التحصیل شو..
طاروطي د خپل قرآني سفر له لارې په ۱۹۹۶ کې د کالیفرنیا په اوکلنډ کې د اسلامي مرکز په دعوت سره امریکا ته سفر، او همدارنګه په ۲۰۰۰ کې د ملک خالد اسلامي مرکز کې د رمضان مبارک د احیا مراسمو د ترسره کولو لپاره اسپانیا ته سفر وکړ او ، نړیوال شهرت ئې ترلاسه کړ . هغه خپل ځان د اسلام له تعلیماتو خپرولو ته وقف کړی او د هغه د قرآن کریم په خدمت سره، له پاکستان څخه له البنوریه اسلامي پوهنتون څخه افتخاری پي ایچ ډي ترلاسه کړې ده. په دې ډول له شیخ عبدالباسط عبدالصمد وروسته دویم قاري دی چې افتخاری پي ایچ ډي ډګر ي ئې ترلاسه کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4311571