IQNA

د روسیې په نړیوالو قرآني سیالیو کې د قم قاري لومړۍ مقام ترلاسه کړ

11:33 - October 20, 2025
د خبر لمبر: 3491893
ایکنا - له قم ولایت څخه ممتاز قاري، اسحاق عبدالهي،د روسیې د قرآن  د نړیوالو سیالیو  په درویشتم پړاؤ کې  چې د تلې یا میزان د میاشتې  له ۲۳ تر ۲۶ نېټې پورې په مسکو کې ترسره شوی،ددغه پړاؤ په سیالیو کې د قرآن کریم په قرائت څانګه کې لومړی  مقام ترلاسه کړ .

یکنانیوز له قم څخه راپور راکړ،د روسیې د هېواد د قرآنی سیالیو درویشتم پړاؤ  نهائي مرحله د  اکتوبر له  ۱۵ تر ۱۸(د تلې په ۲۳ تر ۲۶ نېټې) په مسکو کې ترسره شوې وه.

اسحاق عبدالهي، له قم ولایت څخه ممتاز قاري او د حضرت معصومه (س) د حرم او د جمکران جومات قاري چې د قاريانو د استولو او دعوت  کمیټې په دغې نړیوالې سیالۍ کې د ګډون لپاره استول شوی و، بریالی شو چې ددغه پړاؤ په  سیالیو کې د قرآن کریم په قرائت څانګې کې لومړۍ مقام  ترلاسه کړي.

هغه تېر کال  دمداحئ په برخې کې د اوقاف او خیریه چارو د ادارې  د قرآن کریم  څانګې د عمومی سیالیو په  اوه څلویښتم پړاؤ کې د نارینه وو د تحقیق قرائت په څانګې کې پنځم مقام ترلاسه کړې ؤ.

اسحاق عبدالهي د قرآن معلم دی او د بسیج او د سرې میاشتې په ملي سیالیو کې لومړی ځايګی لري..همدارنګه هغه د حضرت بی بی معصومه (س) د مقدس آستان استازي په توګه په کربلا کې د قرآن کریم  د نړیوالو سیالیو په دریم پړاؤ  کې د تحقیق قرائت  په څانګې کې څلورم   مقام  ترلاسه کړی دی.

https://qom.iqna.ir/fa/news/4311492  

captcha