IQNA

 په مشهد کې د ؛رحمةاللعالمین ؛ څوکئ دقرآنی د پلاوي  انځورونه

14:23 - October 28, 2025
د خبر لمبر: 3491929
ایکنا – د ؛رحمت اللعالمین ، څوکئ د قرآني پلاوي لومړنۍ ناسته د اهل بیت علیهم السلام  او قرآن د  یو شمیر مینه والو  ، مداحانو او نړیوالو قاریانو په شتون سره په مشهد مقدس کې ترسره شوه.

 

ایکنانیوز  راپور راکوي،  د ؛رحمت اللعالمین؛ څوکئ  قرآني پلاوی ،  د منتظران المهدي (عج) پلاوی په همت سره او د مشهد د قرآنی  استاذانو او فعالانو په ملګرتیا سره  د لړم یا عقرب د میاشتې په دریم شنبې ورځې  د مشهد په خیابان طلاب  کې واقع په آئمه  امیر المؤمنین جومات کې  د ماښام او ماسخوتن  د جمَې لمانځه له اقامې وروسته ترسره  شو.

 ددغې ناستې  پروګرام د قرآن کریم د  آیتونو په غوره تلاؤت سره پیل شول او دغه راز  په دغې ناستې کې  د زلمیانو د ځانګړي قرآن زده کړې کلاس  د غوره او تکړه قاری  محمد امین کهن په تدریس سره  ترسره شو او  د قرآنی پلاوی دستورې په شخصي او ډله ایز و تلاؤتونو  او د  اهل بیت علیهم السلام  د مصیبت په ذکر سره    ئې دوام وکړ.

 د رحمت اللعالمین  قرآنی هیئت  له قرآن کریم سره  د  انس او تلاؤت د کلتور د دودولو په موخې سره او د مذهبی مناسبتونو په درنښت سره خپل فالیت پیل کړی دی. دغه هئیت  د سید جواد حسینی او سروش عظمي  تر نظر لاندې اداره کیږی او  هڅه کوي،  دتلاؤت  دهنر په تلفیث او مدیحه سرائي او نعتونو په وئيلو سره  د ټولنې دمختلفو پرګنو  په تیره بیا د زلمیانو او ځوانانو لپاره یوه تربیتي او معنوي فضا برابره کړي. 

 

https://iqna.ir/fa/news/4312814

captcha