IQNA

عربستان د عمرې ویزا ترې یوې میاشتې کمه کړه

12:53 - November 02, 2025
د خبر لمبر: 3491955
ایکنا – د عربستان چارواکو د عمرې د وبزې په صادریدا او اعتبار کې د نوي بدلونونو خبر ورکړ،ددغې فیصلې په اساس د عمرې د ویزې نیټه له درو میاشتو څخه د صادریدا له تاریخه تر یوې میاشتې پورې کمه کړې ده.

ایکنانیوز د آرټي له قوله راپور راکړ، د سعودي عرب د سرچینو په وینا، که زیارت کونکی د ویزې د صادریدا څخه تر دیرشو ورځو پورې  دعربستان خاورې ته وارد نشي ،نو  د  هغه ویزه به پخپله  لغوه شي. ددغې فیصلې اجراله راتلونکې  اونۍ پيلیږي.

نوموړو سرچینو  همداراز ټينګنار کړی دی چې عربستان ته له واریدیدا څخه  وروسته د زیارتوال د اقامت موده  نه ده بدله شوط  او هماغه راز به درې میاشتې وي.

دغه فیصله د د عمرې د زیارتوالو  د شمیر د تر پام وړ پورې د زیاتیدا د مدیریّت  لپاره دعربستان د حج او عمرې د چارو د وزارت د تیارئ په چوکاټ کې شوې ده،په تیره بیا د اوړي د موسم له ختمیدا وروسته او په مکې مکرمې او مدینې منورې کې  د تودوخې په کمیدا پسې  او له دې فیصلې څخه مقصد  او موخه ، په دغو دواړو مقدسو ښارونو کې د ګڼې ګوڼې د زیاتیدا د مخنیوي او د زیارتوالو د واریدیدا د دبهیر منظمول اعلان شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4313838

captcha