IQNA

  د پاکستان په ؛قرآن محل» ځای کې دمصحف یو لک نسخې ساتل کیږي

14:45 - November 05, 2025
د خبر لمبر: 3491967
ایکنا- د پاکستان  دپنجاب صوبې په گوجرانوالې  کې د «قرآن محل»نومې ودانئ کې له شپږو لسیزو ډېرې  مودې راهسې  خپرې شوي قرآني نسخې ساتل کېږي؛ هغه قرآنونه  خلک ئې اوبو ته  اچولو او یا په مځکې د ښخولو  اقدام کوي، دلته د جلد بندۍ او په لا  ښه حالت کې ساتل کېږي.

زمونږ خبریال د  ایکنا  نیوز له  قوله راپور ارکړ، د پاکستان د پنجاب صوبې د ګوجرانواله ښار په شاوخوا  لدهي والا وړاېچ سیمې کې،  د  «قرآن محل» نومې ودانئ موقعیت لري چې پکې له شپږو لسیزو  راهسې ډېر زاړه او نوي قرآني نسخې(تقریبا یو لک نسخې ) خوندي دي او خلک ئې له لرې او نږدې ځایونو څخه د لیدنې لپاره ورځي.

  د دې مرکز یو  مسؤل کلیم ا... ، په دې اړه وویل: هغه د دې ځای خدمتګار دی او د هغه پلار څو کلونه مخکې له څو ملګرو سره یوځای، له  ۱۰ کلونو هڅو وروسته، یو لاسلیک شوی قرآن تیار کړی و.

محافظت از صد هزار نسخه مصحف در «قرآن محل» پاکستان + فیلم

هغه تشریح کړه: کله چې زما پلار فیصله وکړه ،  قرآن پاک  وليکي، نو کافي سرچینې  نه وې. هغه ځانګړی کاغذ له بلجیَم څخه راوغوښت چې پرې قرآن وليکي،  البته د کاغذ اندازه کوچنۍ وه، او څلور پاڼې ئې یوځای  کړې او یو بشپړ ورق ئې جوړ کړ او پرې ئې د قرآن لیکل  پیل  کړل. د قرآن لیکلو په جریان کې، څو نور ملګري  هم ورسره وو.

کلیم ا... زیاته کړه: د پاک قرآن د لیکلو لپاره د زعفران، مشک، زمزم اوبو او ګلابو څخه جوړ شوي ځانګړي مرکب څخه کار اخیستل شوی و.

هغه یادونه وکړه چې په دې قرآن محل کې  له یو لک ډېر قرآني  نسخې شته دي: «هغه قرآنونه چې خلک ئې  د شهید کېدو په تصور سره  اوبو ته سپاري یا ئې ښخوي، نو هغه دلته له  جلد بندۍ  وروسته  په ښه حالت کې ساتل کېږي».

محافظت از صد هزار نسخه مصحف در «قرآن محل» پاکستان + فیلم

محافظت از صد هزار نسخه مصحف در «قرآن محل» پاکستان + فیلم

محافظت از صد هزار نسخه مصحف در «قرآن محل» پاکستان + فیلم

 https://iqna.ir/fa/news/4314698/   

captcha