IQNA

ملایشیا په غزې کې د قرآن او اسلامي هنرونو مرکز جوړوي

11:40 - November 16, 2025
د خبر لمبر: 3492016
ایکنا-  دملایشیا   «رستو» مؤسسې اعلان کړی چې په غزې تړانګې کې د قرآن د نسخو د لیکلو او اسلامي هنرونو د یوه مرکز د جوړولو پروژه پیلوي.

 ایکنا نیوز د  «برناما» له قوله راپور راکوي، دغه پروژه به د غزې تړانګې د اوسېدونکي «عبدالرحمن   په ملتیا او ملګرتیا سره په ګډه عملي کېږي؛چې د ملایشیا د «شاه عالم» ښار د رستو کالج فارغ دی او په قرآن لیکنې کې متخصص دی او دا مهال په غزې کې ژوند کوي.

 جسمی جوهري چې د دغه پروژې له مسؤلینو څخه دی، وویل:د قرآن د نسخو د مرکز او د اسلامي هنرونو د ودانۍ جوړول به د ملایشا د بشري مرستو له یوې کمېټې «ماهار (MAHAR)»، د «Muslim CAIR» بنسټ، او د دې هېواد د «هالوان» له  اداره سره په  ملګرتیا سره ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې د دې پروژې مالي لګښتونه به د خلکو د مرستو له لارې ترلاسه شي،او ټول لګښت ئې نږدې ۱۰ میلیون  رینګیت اټکل شوی.

جوهري روښانه کړه: دا لس میلیونه رینګیت د ودانۍ د جوړولو، د روزنیزو پروګرامونو او د اړینو موادو د برابرولو ټولنیز لګښت دی، او د خوشنویسۍ او قرآن‌لیکنې روزنیزې دورې به سمدستي د غزې لپاره د مناسب ځای په پیدا کولو سره پیل شي.

هغه وویل چې دغه پروژه د غزې خلکو ته د کار زمینه برابروي او داسې مرکز جوړوي چې د مطالعې خونې، روزنیز پروګرامونه او کتابتون ولري، او د فلسطین د هنر او فرهنګ په ساتنې کې به مهم رول ولوبوي.

جسمی، چې د «ماهار» مشر هم دی، څرګنده کړه چې دا پروژه یوازې یوه ودانۍ نه ده؛ بلکې د ایمان د ځواک یو سمبول دی او دا پیغام ورکوي چې د غزې بیا رغونه باید د فلسطین له فرهنګي هویت څخه پیل شي.

هغه زیاته کړه: دا زمونږ لاره ده چې د  غزې ترڅنګ  ددریدا ددوام   او په  دغې سیمې کې  د راتلونکو نسلونو لپاره یو علمي او هنري مرکز جوړ کړو.

جسمی د دې پروژې د بریا لپاره له ټولو بنسټونو او خلکو د  ملګرتیا  او ملاتړ غوښتنه وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4316892

captcha