د ایکنانیوز د راپور له مخې، سږکال د لړم ۶ درې ملي طرحې د ایران د ارشاد او فرهنګ وزارت د قرآني مرستیال په شتون کې افتتاح شوې؛ «جایزه ویژه شهید سلیمانی»، «حافظ جوړ شه» او « هڅونکی پلان » چې هدف ئې په هېواد کې د قرآن د حفظ وده ده، او هڅه کېږي چې په بېلابېلو رودو سره خلک د حفظ لوري ته وهڅول شي.
«حافظ جوړ شه » په نامې سره د قرآن کریم د حفظ یو ملي کمپاین دی چې د میلیوني جایزو او ولایتي سیالۍ په بڼه پیل شوی. دا طرحه د قرآن د حفظ ملي لیګ په توګه د لړم په ۵ پیل شوې او د ولایتونو اوښوونځیو ورځنۍ درجهبندي، میلیوني جایزې او درې مختلف تعلیمي کچې لري.
له دې طرحې سره یو ځای، د «حافظ جوړ شه» نومې ویبسایټ او اپلیکیشن د «له حافظ جوړ شه سره، یوه روښانه خاطره جوړ کړه» په شعار سره کار پیل کړی، څو د قرآن د حفظ ملي لیګ فعال کړي. دغه سیستم د نوې ټېکنالوژۍ او جذاب جوړښت په مرسته د کورنیو، زدهکوونکو، محصیلینو او قرآني فعالانو لپاره د سیالۍ، زدهکړې او د قرآن د حفظ د دودیدا نوې فضا برابروي.
ټاکل شوې د حافظ جوړ شه نومې آزمایشي اپلیکیشن د لړم له ۳۰ خلکو ته وړاندې شي، او کاروونکي د دې په نصبولو سره ملي لیګ ته داخلیدلی شي،په مرحلو کې سیالي کولی او د طرحې جایزې ګټلی شي. د سسټم د معرفي کولو په برخې کې راغلي: «خپله لاره د قرآن په رڼا سره روښانه کړه؛ له حافظ جوړ شه سره یوازې سیالي نه کوې، بلکې په یوه معنوي کورنۍ چلنج کې ګډون کوې.»
دا سیستم په خپل متنوع ډیزاین سره ښوونځي، جوماتونه، پوهنتونونه او قرآني مؤسسې مخاطب ګرځولي او هڅه کوي چې د مجازي او ډلو سیالیو له لارې د قرآن حفظ له شخصي حالت څخه یوه ګډه او تانده ټولنیزه هڅه جوړه کړي.
د حافظ جوړ شه نومې د اپلیکیشن ځانګړتیاوې په دې ډول دي !
– د «ترتیل» برخه د مصنوعي ځيرکتیا(اې آئي) له لارې د تمرین او تلاوت د ارزونې لپاره
– «تصویر نور» د حفظ بصري زدهکړې لپاره
– «قطار قرآني» د لوبې او ساتیرۍ په بڼه
– «حفظالنور» د منظم حفظ او ورځنئ تعقیبونکي پلان لپاره
– «مدرسه حفظ» د استادانو او تخصصي ازموینو په شتون سره
دغه وسیلې د قرآن د حفظ منظمه لاره دوامداره او جذبه کوي.
د سسټم د مسئولانو په وینا، حافظ جوړ شه نه یوازې یوه سالمه سیالۍ رامنځته کوي، بلکې کورنیو ته هم دا زمینه برابروي چې د خپلو ماشومانو ترڅنګ د قرآن آیتونه تمرین کړي. د طرحې په تشریح کې راغلي: «دا یوازې سیالي نه ده، بلکې د هغو کورنیو لپاره یو چلنج دی چې غواړي د قرآن په نور سره یوځای وځلېږي.
د جایزو په برخې کې، حافظ جوړ شه په نامې سره ویبسایټ د ګډونوالو لپاره د بېلابېلو ډالیو او جایزو او پاداشونو خبر ورکړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4315701