IQNA

  د ۵ زرو نیالګو  وېش

 د قطر قرآني بوستان د ژواک چاپېریال د ساتنې لپاره په هیواد کېد ۵ زرو نیالګیود وېش خبر ورکړ

11:57 - November 17, 2025
د خبر لمبر: 3492022
ایکنا-  د قطر قرآني بوستان  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،  په تېرو دوو میاشتو کې ئې په ټول هېواد کې د ځنګلي بوټو  ۵ زره نیالګي  وېشلي دي.

  ایکنانیوز د qna.org.qa په حواله راپور راکوي، د قطر قرآني بوستان (قرآني نباتاتي باغ) دغه نیالګي د دغه مرکز د لیدلوري پر بنسټ وېشلي، څو  ځاي ځنګلي نباتات زیات کړي، د قطر  د شنې فضا  پوښښ پراخ کړي او د ځاي ډولونو ساتنه پیاوړې کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې په وېشل شوي ډولون کې !

عناب، یا سینځیل

اقاقیا

غاف

کَرت

چریش

او

کُندر شامل دي .

دا ټول په  د نیالګیو د ساتنې په کوټو  کې د دقیقو علمي تخنیکونو له لارې د قطر د نباتي جنیټیک د ملي امانت د ساتنې په موخه تولید شوي دي

د قطر د چاپېریال او  آب وهوا د  بدلون وزارت د دې پروګرام له مهمو شریکانو څخه دی، او قرآني بوستان له دغه وزارت سره د قطر د څړځایونو د بیا احیاء او د ملي ځنګل‌ لګونې  د پروګرامونو د ملاتړ په برخې کې کار کوي.

د قرآني بوستان دا هڅې د یو  لوي کمپاین برخې دي چې موخه ئې د دې لسیزې په ترڅ کې د قطر د سرې میاشتې  ادارې سره په  ګډه  ۲.۵ میلیونه  نیالګي کرلي او ویشلي دي  . دا نوښت  د قطر د حکومت د هغې ژمنې برخه ده چې غواړي ۱۰ میلیونه  نیالګي وکاري  ، د ۲۰۳۰ کال ملي لیدلوري د چاپېریالي اهدافو او د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې د پروګرامونو په ملاتړ.

د قطر د قرآني بوستان مدیرې، فاطمه بنت صالح الخلیفي، وویل؛ مونږ باور لرو چې د چاپېریال ساتنه یوازې د ادارو دنده نه ده؛ دا یو فرهنګ دی چې باید د خلکو په چلند او ټولنیز ژوند کې بنسټ ولري. بېشکه چې د دغو ونو وېش خلکو ته عملي بلنه ده چې د قطر د طبیعت په بیا رغونې او د چاپېریال  د میراث په  ساتنې کې برخه واخلي.

هغې زیاته کړه:قرآني بوستان به د قطر د شنو ساحو د پراختیا او د چاپېریال د پوهاوي د لوړولو هڅې ته دوام ورکړي؛ داسې  پوهاوی چې له قرآني ارزښتونو سرچینه اخلي او د ځمکې ابادۍ ته بلنه ورکوي.»

یباید ووئيل شي،چې د قطر قرآني بوستان  د حمد بن خلیفه پوهنتون یوه څانګه ده او پکې  کابو ۳ میلیونه بڼوال تخمونه ساتل کېږي — داسې ډولونه چې کم‌ ساري  دي، ځاي بوټي  دي یا په قرآن او نبوي روایتونو  کې ذکر شوي دي — او په پرمختللو مرکزونو کې د څو لسیزو لپاره د ساتلو ظرفیت لري.

https://iqna.ir/fa/news/4317158

captcha