IQNA

  په دیربورن کې د قرآن د سوځولوله هڅې وروسته تاؤتریخوالی زیات شول

10:08 - November 20, 2025
د خبر لمبر: 3492041
ایکنا - په امریکا کې د مېشیګن ایالت په دیربورن ښار کې، د یوې اسلامي ضده مظاهرې پر مهال د قرآن د سوځولو هڅې وروسته تاؤتریخوالي  زیات شوي دي.

 ایکنا د  «آر ټي» له قوله راپور راکړ، په دیربورن کې د قرآن د سوځولو هڅې د خلکو ترمینځ تاؤتریخوالي  راوپارول، او مسلمانانو د سولې له پیغام او د «دیربورن د ټولو لپاره دی» په شعار سره دې کار ته ځواب ورکړ.

 تاؤتریخوالی هغه وخت زیات شو چې د  سې شنبې ماسپښین په «شفر» او «مېشیګن» سړکونو کې دوې جلا مظاهرې سره یو ځای شوې او اسلامي ضده فعالانو هڅه وکړه چې مسلمان اوسېدونکي  ولمسؤي.

د ځایي راپورونو له مخې، شخړې هغه وخت پیل شوې چې «جک لانګ» ـــ هغه کس چې د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ په ۶مه د امریکا د کانګرس په برید کې ئې  ګډون کړی و ـــ د مېشیګن سړک ته ورسېد او هڅه ئې وکړه چې د قرآن یوه نسخه وسوځوي.

د لانګ پرله‌پسې هڅې د مسلمانو اعتراض کونکو  دخالت راوپاروه او بالاخره د مسلمانانو  مظاهره‌چي قرآن ئې له صحنې څخه لیرې کړ او ځای ئې پرېښود.

پولیسو د امنیت د ساتلو لپاره ۷ ګزمه ډلې ځای پر ځای کړې او د تاؤتریخوالي په زیاتېدو سره ئې چټکه  اقدامات وکړل.. د راپورونو له مخې، د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته یو کس نیول شوی دی.

په عین حال کې، «انټوني هادسن» چې په مېشیګان کې د والي د څوکۍ لپاره جمهوري‌پال نوماند دی، وروسته له دې  چې له خپل پخواني بیان څخه ئې شا تګ وکړ، کوم چې اعتراض ئې  یوه صلیبي جګړه بللې وه، یوه جلا غونډه جوړه کړه.

هغه مخکې خپل اعتراض  یوه  صلیبي جګړه بللی وه،خو وروسته له دې  چې د دیربورن درې جوماتونو ته ورغی، نو خپله خبره ئې بدله کړه. دغه بدلون د جک لانګ د غوسې سبب شو او هغه د هاؤسن د کمپاین په بس باندې سپَکې خبرې ولیکلې.

په دغو مظاهرو کې د اسلامي ضده فعالانو ترڅنګ، د ښار مسلمانان هم برخه‌وال وو،چې ټینګار یې کاوه: «مونږ راغلي یو چې وښیو اسلام د سولې دین دی او دیربورن د ټولو لپاره ښار دی.»

دیربورن د میشیګن په ایالت کې  د مختلفو قومونو اوسیدونکی  ښار دی چې د عربو لویه ټولنه پکې ژوند کوي  او د امریکا یوه ستره عربی  ټولنه بلل کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4317884

captcha