
ایکنا نیوز د جاپان د اسلامي تبلیغاتو ټولنې له قوله راپور راکړی، د دغو سیالیو هدف دا دی چې له قرآن سره اړیکې پیاوړي کړي او د مسلمانانو په مینځ کې حفظ او تلاوت ته وګړي وهڅوي.
ټاکل شوې ده دغو سیالیو مقدماتي پړاو: د د دسمبر ۱۴ په ورځ د آنلاین زوم پلیټ فارم له لارې ترسره شي.
نهایي پړاو به هم د ټوکیو په جومات او د ترکیې په کلتوري مرکز کې په شیبویا سیمې کې د ۳۰ او ۳۱ دسمبر په شپو ورځو کې به حضوري بڼه ترسره شي.
د ګډون شرایط
په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره به نوم لیکنه لیندئ یا قوس د میاشتې تر ۱۷ پورې آنلاین دوام لري.
ګډون د جاپان په کچه د ټولو مسلمانانو لپاره د ملیت په پام کې له نیولو پرته، وړیا دی.سیالۍ د مختلفو کچو لپاره دي: د ماشومانو لپاره تر ۱۵ کلونو پورې، له هغو کسانو چې لږترلږه یوه سوره ئې حفظ کړې وي، د غیر سیالي تلاوت کچه او د قرآن بشپړ حفظ کچه شامله ده. د ۱۶ کلونو څخه پورته لويو لپاره، د قرآن بشپړ حفظ شرط دی.
د جاپان د اسلامي تبلیغاتو ټولنه وايي چې د دغو سیالیو موخه له قرآن کریم سره د ګډونوالو د مینې پیاوړې کول او د تلاوت او حفظ د مهارتونو ښه کول دي.

https://iqna.ir/fa/news/4318276