
ایکنانیوز muslimsaroundtheworld.com له قوله راپورراکړ، دغه درې ځنی نړیوال کنفرانس د لاتینې امریکا او کارایب د اسلامي تبلیغ مرکز (CDIAL) په نوښت او د سعودي عربستان د اسلامي چارو، تبلیغ او ارشاد د وزارت په ملګرتیا ترسره کېږي.
د برازیل د ښاروالۍ د شورا غونډې تالار د کنفرانس د رسمي پرانیستې کوربه دی، او د اسلامي بنسټونو استازي او د لاتینې امریکا او کارایب د بیلابیلو هېوادونو مېلمانه به په دغو دستورو کې ګډون ولري.
سږ کال دغه کنفرانس د « ماډرن ټیکنالوژۍ په دورکې ځوان مسلمانان: لیدلوري او ننګونې» په عنوان سره ترسره کېږي. موخه ئې د ځوانو مسلمانانو مرکزي رول د ډیجیټل پرمختګونو، ټیکنالوژیکي اخلاقو او د آرټيفیشل اینټلیجنس(اې آئي) انقلاب په وړاندې ارزول دي چې د ژوند په ټولو برخو اغېز لري.
کنفرانس په دې هم تمرکز کوي چې څنګه دا نوې ټیکنالوژۍ د اسلامي ارزښتونو او اصولو سره په مطابقت کې وکارول شي، او د نوي نسل د پوهاوي، ایمان او بصیرت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
دا کلنۍ غونډه د لاتینې امریکا د اسلامي بنسټونو ترمنځ د خبرو اترو د پراختیا او اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت وړاندې کوي، او د ګډو ننګونو د څېړلو او د تبلیغاتي فعالیتونو د پراختیا د لارو د موندلو لپاره زمینه برابروي.

ټاکل شوې ده ، د کنفرانس علمي او فعالیتي پروګرامونه به د شنبې او یکشنبې په ورځو د سائو پاؤلو ایالت د «سانتو آندره» ښار په «بریسټل هوټل» کې د پوهانو، متخصصینو او څېړونکو په ګډون ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4318281