
د رسول اکرم(صلیاللهعلیهوآله) څخه په یوه روایت کې نقل شوی چې هغه حضرت وفرمایل:
«تر ټولو غوره عبادت، بخښنه غوښتل (استغفار) دي؛ ځکه دا د خداوند متعال هغه وینا ده چې په خپل کتاب کې پرې امر کوي:
فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ» (محمد: ۱۹).
په بل روایت کې راغلي چې: تر ټولو غوره دعا استغفار دی، او تر ټولو غوره عبادت د «لا إله إلا الله» شریف ذکر کول دي.
استغفار د امیرالمؤمنین امام علی (علیهالسلام) په کلام کې د ترټولو ارزښتمن توسل، د ترټولو جامعو دعاګانو ، د ګناهکارانو د تر ټولو اغیزمنیدا وسله او د نجاتبخښونکي شفاعت په توګه معرفي شوی دی. امیرالمؤمنین(علیهالسلام) په نهجالبلاغه کې د ۴۱۷ حکمت په یوې برخې کې فرمایي:
«استغفار، د خدای په نزد د لوړې مرتبېه کسانو ځائيګی دی.
امام صادق(علیهالسلام) په یوه روایت کې فرمایي:
«کله چې خدای یو بنده ته خیر وغواړي او هغه ګناه وکړي، نو د هغه ګناه وروسته یې د ګناه سزا ور اړوي او استغفار د هغه په زړه کې راژوندی کوي؛ خو کله چې د یوه بنده بد حالت وغواړي او هغه ګناه وکړي، نو د هغه په تعقیب پرې نعمت ور زیاتوي، څو استغفار ترې هېر شي او په هغه بد حالت کې پاتې شي. دا د خدای عزّوجلّ د دې وینا معنا ده:
سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ؛ مونږ به هغوی له هغه ځایه ورو ورو واخلو چې نه پوهېږي» (اعراف: ۱۸۲).
یعنې: په ګناهونو کې پر نعمت ورکولو سره ئې غافل کوو.
https://iqna.ir/en/news/3495191