IQNA

په سئول کې د اسلامي هنر لومړنۍ ګالري پرانېستل شوه

14:15 - November 23, 2025
د خبر لمبر: 3492053
د اسلامي هنر لومړۍ دایمي ګالري پرون د جمعې په ورځ (۳۰ لړم / ۳۰ آبان) د سئول د جنوبي کوریا د ملي موزیم په هڅو پرانیستل شوه.

د ایکنا د راپور له مخې چې د muslimsaroundtheworld څخه اخیستل شوی، د دې ګالرۍ پرانیسته د جنوبي کوریا د اسلامي تمدن او د دې تمدن د اصیل میراث پر وړاندې د زیاتېدونکي پام څرګندونه کوي. دا نوی جوړ شوی بخش د «اسلامي هنر: یو ښکلی سفر» په نوم او د دوحې د قطر د اسلامي هنر د موزیم په همکارۍ رامنځته شوی دی.

دا پروژه د سئول او دوحې د دغو دوو فرهنګي بنسټونو د ګډ کار پایله ده، چې موخه یې د اسلامي هنر د ښکلاوو د معرفي کولو لپاره پراخه کړکۍ پرانیستل او د اسلامي نړۍ هنري صنعتونو د سلګونو کلونو پرمختګ روښانه کول دي.

ګالري د ګڼو هنري اثارو یوه مجموعه نندارې ته وړاندې کوي؛ داسې اثار چې د اسلامي تاریخي هنرونو د ښکلا، دقت، هندسي سمون او په کار وړل شویو بېلابېلو موادو تنوع بیانوي، او دا څرګندوي چې اسلامي هنر څنګه له منځني ختیجه تر مرکزي او جنوبي آسیا پورې خپور شوی دی.

د اسلامي هنر د ګالرۍ پرانیستل د جنوبي کوریا او اسلامي نړۍ ترمنځ د فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره نوې او مهمه تګلاره ده، او هڅه کوي چې د کوریا خلکو ته د مسلمانانو له غني او څو اړخیز فرهنګي میراث څخه د ژورې پېژندنې زمینه برابره کړي.

د کوریا ملي موزیم د ۱۹۴۵م کال راهیسې په سئول کې د ۲۲۰ زرو څخه د زیاتو اثارو په لرلو سره فعالیت کوي. دا موزیم د کوریا د تاریخ او هنر د معرفي او پراختیا مخکښ بنسټ دی او د لرغون پېژندنې، تاریخ، هنر، څېړنو، درسونو او لنډمهالو نندارتونونو په برخه کې پراخ فعالیت لري

د قطر اسلامي هنر موزیم هم په ۲۰۰۸م کال کې جوړ شو. د دې ودانۍ ډیزاین د نامتو امریکایي معمار «آي.اېم. پِي (I. M. Pei)» لخوا شوی دی.

دغه موزیم د اسلامي هنر له تر ټولو بشپړو او غني ټولګو څخه دی، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هنري شاهکارونه پکې ځای لري او د اسلامي میراث د پراخ تنوع ښکارندوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4318512

captcha