IQNA

د صهیونیسټي ښارګوټو د اوسېدونکو د تښتې سترې څپې د اسرائیلو جوړښت له ګواښ سره مخ کړی

14:23 - November 23, 2025
د خبر لمبر: 3492054
ایکنا– رسمي شمېرې ښئي چې په تېرو دوو کلونو کې له ۱۸۰ زرو څخه ډېر صهیونیسټان له نیواکي سیمو وتلي دي؛ دا بهیر چې د ځوانو او باسواده غوره شخصیّتونو له وتو سره د صهیونیسټي رژیم د نفوسو ، اقتصاد او امنیتي بنسټونه له سترو ستونزو سره مخامخ کوي.

ایکنانیوز د پارس تودي له قوله راپور راکوي، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبره څخه د ۲۰۲۵ کال تر ستمبر میاشت پورې د ښارګوټو د اوسېدونکو اپوټه مهاجرت د تېرو شلو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی. ډېری مهاجر باسواده ځوانان ، متخصصین او کورنۍ دي، او د دوی اصلي مقصدونه امریکا او اروپا دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې لړۍ دوام به د تولیدي او علمي وړتیا له کمولو سره یو ځای، د اسرائیلو دنینۍ demography او واک هم بدل کړي.

په راپور کې راغلي چې ۴۰ سلنه تښتیدونکي صهیونیسټان له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې عمرونه لري او له نیمایي ډېر ئې له ۱۳ کلونو پورته زده کړې لري.

د مهاجرت جغرافیه ښئي چې تل‌ابیب او نیواکي مرکزي سیمې تر ټولو ستره تښته تجربه کوي، او د قبرس او اروپا پر لور سمندري او ځمکنۍ لارې د هوايي ډګرونو بدیل ګرځېدلي.

د پراخې تښتې مهم لاملونه پوځي ناامني او بهرني ګواښونه، ټولنیز بحرانونه او داخلي اختلافات، او د جګړو او د شرکتونو د دیوالیه کیدا له امله اقتصادي دباؤنه بلل شوي.

عدالتي اصلاحات، د سیکولر او مذهبي ډلو تر منځ ژور درز، او د تعلیم د کیفیت ټیټوالې هم کورنئ دې ته وهڅولې چې نوره له نیواکي سیمو وګرځي. 

راپور زیاتوي چې د صهیونیستانو د تېښتې اوسنی څپه د تېرو لسیزو په څېر یوازې یوې ځانګړې پرګنې پورې محدوده نه ده ، بلکې د جوړښت بدلون موندونکی ښکارنده ده چې د رژیم جمعیتي، اقتصادي او امنیتي راتلونکی به په بنسټیز ډول بدل کړي. 

https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i28850

captcha