ایکنا – د مصر د اوقافو ادارې له خواد د ؛تلاؤت حکومت ؛په نامې سره د وړتیاؤ د موندنې د پروګرام په دریمې او څلورمې برخې کې چې په جمعې او او شنبې ورځو د مصر له سپوږمکیزو چینلونو خپور شوی ، د مصردیوه ځوان او یوه زلمي قاریانو تلاؤت د قاضیانود پلاوي توجه جلب کړې او سملاسي د عرب ژبو ټولنیزو چینلونو کې کارؤنکو لاس په لاس کړي او ډیر هرکلی ئې شوی چې په دې پسې د مصر د پارلیمان یوه استازي هم په دې اړه یو خصوصي پيغام هم خپور کړ.

ایکنانیوز د البلاد له قوله راپور راکړ، د مصر یوه زلمي قاری محمد القلاحي د ؛تلاؤت حکومت ؛نومې پروګرام کې چې د ړتیاؤ د موندنې په اړه ترسره کیږي، له دولسو کلونو کم عمر سره سره ددغه پروګارم په دریمې برخې کې چې دټولنیزو چینلونو د کارؤنکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی، د قاضیانو د پلاوي د ټولو غړو دتوجه او ستاینې وړ وګرځید.

دغه ګډون کونکي زلمي قاری محمد القلاحي د ؛تلاؤت حکومت؛ نومې پروګرام په دریمې برخې کې تر ټولو زیات امتیازونه واخستل او په پروګرام کې د شتون له وخت راهسې د ټولنیزو چینلونو د توجه وړ وګرځید او ډیر وستایل شو.
محمد القلاحي په یولړ څرګندونو کې ووئیل؛له ځان سره مو ژمنه کړې چې که د وړتیا موندنې په پروګرام کې بریالی شوم،نو هڅه به وکړم چې د قرآن کریم په ریډیو کې د قاری په توګه فعالیت وکړم او دغه خوب به مو پوره شي.
په عین حال کې د قاضیانو پلاوي د زلمي قاری محمد القلاحي ډيره ستاینه وکړه او په مصر کې د قرآن د ارزونې کمیټې مرستیال مشر شیخ حسن عبدالنبی وئيلي دي ، ددغې وړتیا سرپرستي به قبوله کړي او دغه راز ئي وئيلي دي ، د تاسو نامه به له دغې ادارې سره په اړونده زده کونکو و روزونکو پړاؤنو کې شاملهوي او تاسو به د الازهر جومات یا د اوقافو د وزارت ته ددغه پروګرام د اجرا لپاره معرفي شئ .
ایکنانیوز د محمد القلاجي د تلاؤت په زړه پورې ویډیوئي کلیب هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4318765