IQNA

په قطر کې د ؛شیخ جاسم ؛ قرآني سیالیو د ترټولو برلاسه کسانو قدرونه اوستاینه وشوه

10:34 - November 27, 2025
د خبر لمبر: 3492074
ایکنا – د قطرد اسلامی چارو  او داوقافو د چارو وزیر په یولړ دستورو کې ددغه هیواد د ؛شیخ جاسم بن محمد بن ثاني ؛ په نامې سره د قرآني سیالیو ددیرشم پړاؤ د ترټولو برلاسه کسانو د نازولو په دستورو کې  دغه کسان وستایل
په قطر کې د ؛شیخ جاسم ؛ قرآني سیالیو د ترټولو برلاسه کسانو قدرونه اوستاینه وشوه

یکنانیوز د الشرق له قوله راپور راکړ،  د شیخ جاسم قرآنی سیالیو د ترټولو غوره کسانو د نازونې دستورې د دوحې په شرایټن هوټل کې ترسره شوې او  په دغو دستورو کې عالمان، مبلغانو ،قاریانو ، د حکومتي  او عملی وتربتي ادارو  مسئولانو او بهرنیو میلمنو هم ګډون درلود.

دغه سیالۍ  د قرآن د حفظ په څانګې کې ترسره شوي او د قطر د اسلامی چارو او اوقافو وزیر سید غانم بن شاهین الغانم  په دغې پيښې کې  ددغو سیالیو د  مختلفو څانګو پنځه  کسان چې  د قطرښاریز، ځانګړي  حافظان او عمومي حافظان پکې شامل وو،په جایزو ونازول  او د حاضرینو له خوا ډير وستایل شول.

 د قرآنی سیالیو د ترسره کونکې کمیټې مشر  سید مال الله بن عبدالرحمن الجابر  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره په په ۱۹۹۳ کال کې پيل شوې او  د قطر د حکمت بنسټګر  شیخ جاسم بن محمد بن ثاني نوم پرې کیښودل شو.

 هغه زیاته کړه ، مونږ نن سپه غونډ شوي یوو چې د  قطر د ښاریزو او دمونږ د وروڼو چې  په دغه هیواد کې دیره دي یعني غیر قطري  کسان، ونازوو،،داسې کسان چې خپل وخت ئې د قرآن په حفظ کې د  سیالیو او مهارت موندنې لپآره  لګولی دی.

  د دستورو په پاي کې د قطر د اوقافو وزیر  هم د قاضیانو د کمیټې دغړو او د برلاسه کسانو  ستاینه اوقدرونه وکړه او د مصر پخوانی شیخ القراء او د سیالیو ددغه پړاؤ د قاضیانو د کمیټې مشر  شیخ ا حمد عیسی المعصراوي  قدرونه ئې هم وکړه.

 ددغو سیالیو په څنډې کې  د قطر د ؛امام محمد بن عبدالوهاب ؛ په جامع جومات کې یو جانبي نندارتون هم ترسره شو  او دغه نندارتون  د لیندئ د میاشتې تر دوهمې نیټې پورې  دعامو خلکو نندارې لپاره خلاص ؤ.

 د شیخ جاسم  د قرآن د سیالیو جانبي ننندارتون  د تاریخي پوخې ، تعاملی تجروبو  او دهدفمنو  فعالیتونو په درلودلو  سره چې  دخدای تعالی د آسماني کتاب سره  ارتباط پیاوړی کوي، د قرآن د زده کړې په مرکزونو کې د قرآنی سیالیو ، د تعلمیی درسي پروګرامونو او د قرآنی ډيجیټلي  پروژو  د منظمولو تاریخچې نندارې ته وړاندې کړې.

https://iqna.ir/fa/news/4319304

captcha