IQNA

په X (پخواني ټویټر) پلېټ فارم کې د مسلمانانو پر ضد د کرکې خپرول زیات شوي

14:43 - November 29, 2025
د خبر لمبر: 3492080
ایکنا -  داسې بدلونونه چې په دې وروستیو کې په X  پلېټ فارم کې ترسره شوي، د اسلامي ضد محتوا د زیاتوالي لامل شوي دي.

 ایکنا نیوز د کویټ نیوز له قوله راپور راکړی، X پلېټفارم (پخوانی ټویټیر)  کې په وروستیو کې د اسلامي ضد پوسټونو د پام وړ زیاتوالی لیدل شوی دی. دا وضعیت په ځانګړي ډول د «د هېواد ښکاره کولو» د نوې ځانګړتیا له معرفي کېدو وروسته زیات شوی دی .

دا ځانګړتیا د اکاؤنټونو  درجه‌بندي اسانه کوي او دیني او جغرافیائي هویت پر اساس ټارګټ کول  ممکن کوي.

احصائې او څېړنې ښئي چې په انټرنټ کې د کرکې سرچینې لوي توپیر لري، او ځینې هېوادونه د نړۍ په سر کې موقعیت لري.

هند د دې فهرست په سر کې دی، او د ټولې نړۍ د اسلامي ضد محتوا لویه برخه  جوړوي. د  اسلامي شورا ویکتوریا  د یوې څېړنې له مخې، له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ پورې د X پلېټفارم له ټولو اسلامي ضد پوسټونو څخه له ۵۰٪ ډېر د هند سرچینه لري.

هغه څېړنه دا هم وايي چې متحده ایالات د اسلامي ضد محتوا په نړیوال فهرست کې دوهم ځای لري او نږدې ۲۸٪ محتوا له امریکا سرچینه اخلي.

انګلستان بیا ددغه پلېټفارم د کرکیجنط محتوا ۸٪ جوړوي او په نړۍ کې دریم ځای لري. د انګلستان حکومتی معلومات هم ښئي چې د مسلمانانو پر ضد د نفرت‌انګېزو جرمونو کچه په یوه کال کې ۱۹٪ زیاته شوې او له ۲۶۹۰ قضیو څخه ۳۱۹۹ قضیو ته رسېدلې (تر مارچ ۲۰۲۵ پورې).

د رویټرز په یوه راپور کې د هند په اړه راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د اقلیتونو په ځانګړي ډول د مسلمانانو پر ضد کرکه ۷۴٪ زیاته شوې، په داسې حال کې چې د دغه  هېواد سیاسي فضا ډېره جنجالي وه.

اروپا هم له دې څپې خوندي نه و؛ د «ستراتېژیک ډیالوګ انسټیټیوټ» (ISD) د مسلمانانو په ضد په  نظرونو کې د پام وړ زیاتوالی ثبت کړی. یوازې په څو ورځو کې، د منځني ختیځ د پېښو تر اغېز لاندې، دغه کرکه او نفرت تر  ۴۲۲٪  پورې زیات  شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4319378 

captcha