
ایکنانیوز د المیادین له قوله راپور راکړ،د لبنان د پارلمان مشر، نبیه بري،له څوارلسم پاپ لېو سره د لیدنې پر مهال د قرآن کریم یوه نسخه هغه ته ډالۍ کړه.
پاپ لېو څوارلسم، چې د کاتولیک کلیسا د پیروانو رهبر دی، د سولې او پيوستون له پیغام سره د رفیق حریري نړیوال هوایي ډګر (بیروت) ته پرون ورسېدی.
لبناني سرچینې وايي چې پاپ د دې سفر پر مهال د لبنان له ولسمشر او لومړي وزیر سره هم کتلي او د دغه هېواد د ملي مشرانو په شتون کې ئې وینا هم کړي.
له دې وړاندې د سیانبیسي خبري چینل راپور ورکړی و: د کاتولیکانو نړیوال رهبر، پاپ لېو، د ترکیې له سفر وروسته او د منځني ختیځ د تاریخي سفر په دویم او وروستي پړاو کې لبنان ته د تګ په ترڅ کې غواړي په هغه هېواد کې د سولې غوښتنه وکړي چې د صهیونسټي رژیم د نوېو ګواښونوسیوری پرې خور شوې ده.
د لبنان مشران چې هېواد ئې د یو میلیون سورياوالو او فلسطینيو کډوالو کوربه دی او د کلونو اقتصادي بحران د د ختمولو هڅه کوي، اوس د صهیونستي رژیم د بریدونو د پام وړ زیاتېدو په اړه جدي اندېښنه لري.
د لبنان د حزبالله عمومي منشي، شیخ نعیم قاسم، د جمعې په ورځ په خپله وینا کې هیله څرګنده کړه چې دې هېواد ته د پاپ سفر د اسرائیلي رژیم د بریدونو پای ته په رسېدو کې مرسته وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4320114