
یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپو رراکړ، د لبنان د مسلمانو علماؤ د ټولنې مشر شیخ غازي حنیّنه، د ایران د هرمزګان ولایت د پارسیان ولسوالۍ د اهلسنتو په جمعېلمانځه کې وویل: «اسلامي امت تر هر بل وخته ډېر د وحدت، یووالي او نبوي اخلاقو ته ستنېدو ته اړتیا لري.»
په راپور کې وئيل شوي ډي ، شیخ غازي حنیّنه د اسلامي وحدت پر اړتیا په ټینګار سره وویل: «نننۍ دښمن د شیعه او سني یا د دینونو ترمینځ توپیر نه کوي. صهیونیسټان په فلسطین کې مسلمانان او آن مسیحیان ځوروي. اسلامي امت باید یو غږ او متحد وي، څو وکولای شي د ظلم پر وړاندې ودرېږي.»
په یو بل خبر کې، د اسلامي مذهبونو د نږدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجت الاسلام والمسلمین حمید شهریاري وویل: «غدیر د وحدت لامل دی، ځکه چې د شیعه او سني ترمینځ یو ګډ اصل دی. د غدیر د تفسیر په نوم باید تفرقې، شخړې او جګړې ته لار خلاصه نه شي. د ولایت اصل زمونږ ګډ میراث دی او باید دا یووالی وساتو او له هغو څرګندونو ځان وساتو چې دا وحدت زیانمنوي. اصلي دښمن امریکا او اسرائیل دی او مونږ باید د ګډ دښمن پر وړاندې متحد و اوسو. نن سبا اسلامي نړۍ داسې فرصتونه لري چې باید ضایع نه شي او په ګډ فکر سره باید هغه غنیمت وګڼو او ترې استفاده وکړو.
https://parstoday.ir/fa/religion-i29912