
د ایکنا د عراق د خبریال د راپور له مخې، شیخ حسن المنصوري، د آستان حسینی د قرآني چارو د مشاور په توګه، «شیخ علي القرعاوي»، د زړهښوونې او فرهنګي امنیت د مرکز رئیس، او «منتظر المنصوري» او «محمدباقر المنصوري» چې د آستان حسینی د نړیوال قرآني تبلیغ د مرکز ناظران دي، د اندونشیا د نوي سفیر بوجیانتو سره په بغداد کې د سفارت په مرکز کې وکتل.
سفیر د دې قرآني پلاوي په هرکلي کې وویل چې دی د حسینی آستان د پراخو قرآني فعالیتونو په اړه ښه پوهېږي، هغه فعالیتونه چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په انډونیشیا کې ترسره شوي دي.
هغه د بینالمللي قرآني تبلیغ د مرکز له هڅو ستاینه وکړه؛ په ځانګړي ډول د قرآن د زدهکړې، پروګرامونو او قرآني محافلو د جوړولو په برخې کې چې په اندونیزیا کې د لویو جوماتونو او دیني مؤسسو په کچه تر سره شوي دي. هغه زیاته کړه چې دا فعالیتونه د انډونیشیا په خلکو ژورې مثبتې اغېزې کړی او د انډونیشیا او عراق د خلکو ترمینځ د مینې اړیکې ئې پیاوړې کړې دي.
په دې لیدنې کې د حسینی آستان قرآني پلاوي له بوجیانتو څخه وغوښتل چې کربلاي معلی ته سفر وکړي، له متولي شرعي او ادارې مسوولینو سره وویني او له نږدې د دغه مقدس ځای له فرهنګي او خدمتې پروژو سره بلد شي.
https://iqna.ir/fa/news/4321059