IQNA

د مېشیګن پوهنتون د تاریخ استاد:

قرآن د رسول الله‌(ص) د سولې غوښتنې د ثابتولو تر ټولو ستره سرچینه

5:22 - December 09, 2025
د خبر لمبر: 3492131
ایکنا - یو امریکايي استاد وایي: قرآن باید د حضرت محمد(ص) د ژوند د وروستیو کلونو او د هغه د سولې د هڅو د درک کولو د پیل ټکی وي، او هغه روایتونه چې په ورپسې  پېړیو کې د مسلمانانو د هېواد د پراخولو  سره  د لیوالتیا   په باب  جوړ شوي روایتونه  باوري نه دي.

 إیکنانیوز  د راپور له مخې، خوان کول (Juan Cole)، چې د امریکا د مېشیګن پوهنتون د تاریخ استاد دی، په یوې انلاین وینا کې چې د «انعکاس» مؤسسې له لوري جوړه شوې وه، وویل: زمونږ د پېغمبر د ژوند د پېژندلو تر ټولو پخوانی سرچینه پخپله قرآن دی، او زه باور لرم چې قرآن ـ د ځینو مستشرقانـو د نظر په اپوټه ـ یو پخوانی کتاب دی، نه دا چې د پېغمبر تر وفات وروسته جوړ شوی وي.

دغه استاد چې د اسلام د پېغمبر په اړه ئې «محمد: په د امپراتوریو د شخړو تر مینځ د سولې پېغمبر» (Muhammad: Prophet of Peace Amid the Clash of Empires)   په عنوان سره یو کتاب هم لیکلی، د هغو زړو فرضیو پر وړاندې چې څېړونکي ئې د پېغمبر د ژوند د بیا رغونې لپاره کاروي، پخوانئ او جدي پوښتنې راولاړې کړې.

قرآن؛ د پېغمبر(ص) د ژوند په اړه تر ټولو معتبره سرچینه !

هغه استدلال وکړ چې هغو وروسته لیکل شویو سرچینو ته لومړیتوب ورکول چې ډېرې ئې د پېغمبر له زمانې ۱۵۰ تر ۲۰۰ کاله وروسته لیکل شوې دي، تاریخ تحریفولی شي. دغه امریکائي استاد ټینګار وکړ چې په منځنیو پېړیو کې مشهورې شوې ډېری کیسې چې د پېغمبر په سیرت کې راوړل شوې، په قرآن کې هېڅ بنسټ نه لري. د هغه په وینا، قرآن د پېغمبر د رهبرئ په اړه، په ځانګړي ډول د ۶۲۸ تر ۶۳۰  میلادي  کلونو  کې  (۶-۸ هجري)، چې د مکې له مشرکانو سره د سولې تړون لاسلیک شو، ډېر باوري روایت وړاندې کوي.

دغه تاریخ پوه د  نساء سورې  د ۹۴ آیت په استناد وویل چې قرآن مسلمانانو ته امر کوي،له هغو کسانو سره چې ورسره په سوله چلند کوي، جګړه مه  کوئ. قرآن وايي:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا…»

(ای  هغو کسانو چې ایمان مو راوړلی دی! کله چې تاسې دخداي  په لاره  کې سفر کوئ،،نو  ښه تحقیق وکړئ او هغه چا ته چې تاسې ته د ا سلام خبرې کوي ، ورته وائئ چې  ته مؤمن نه ئې،[نو په دې  پلمه ] د  دونیا د ژوند خوند وڅښئ، ځکه  د خدای په نزد ډیر غنیمتونه شته دي  او له دې مخکې تاسو هم همداسې وائي او خدا پر تاسو احسان وکړ،نو ځ که ښه غور ورکړئ چې  خداي تل په هغه   څه چې  تاسو ئې کوئ ښه خبر  او پوهه دی؛::::

خوان کول  دغه راز  زیاته کړې ده : په فرقان  سورې  ۶۳  آیت کې راغلي:

«وَعِبَادُ الرَّحْمَٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا؛ او  د رحمان خدای  خاص بندګان هغه څوک دي چې  پرمځکې په مهربانئ  او آرام سره ځي  او کله چې جاهلان ورسره خبرې کوي، دوی په سوله‌ييزو او نرمو  ټکو ځواب ورکوي.)

هغه وویل چې په لرغوني نړۍ کې «سلام» ویل د دعا حیثیت درلود؛ د بل چا لپاره د سولې، امنیت او آرامۍ د غوښتنې څرګندونه وه. «سلام» یواځې د  جګړه نه کول نه و، بلکې دژوند د  ستونزو او سختیو څخه د امنیت هیله وه.

دغه څېړونکي په پای کې یادونه وکړه چې قرآن د مؤمنانو د بیلابیلو کړنو په بیان کې، مکې ته د هغوی د سوله‌يیز ستنېدلو ښکلی انځور وړاندې کړی؛ مؤمنان، له دغې سوله‌يیزې فتحې وروسته او د کعبې د یو خداي  عبادت د بېرته احیا کېدو سره، د تېر تاریخ د دیني او اخلاقي فضیلتونو بیلګه وګرځېدل.

د ښاغلی  کول په اند، قرآن باید د رسول الله‌(ص) د رسالت د درک کولو اصلي کړکۍ پاتې شي؛ او وروسته سرچینې  باید په شک  سره وڅېړل شي. هر ځای چې تضاد موجود وي، قرآن ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4307365

captcha