IQNA

حضرت زهرا (س) د ټولو فضیلتونو بشپړبېلګه او د الهي رسالت یوه نښه ده

13:19 - December 14, 2025
د خبر لمبر: 3492156
ایکتا - د لبنان مسیحي لیکوال، میشل کعدي،  په خپل «زهرا(س) د ادب د مېرمنو مخکښه»نومې کتاب  کې لیکي: حضرت زهرا(س) پخپل لوړ ښځینه شخصیت سره  ظلم او سپکاوی ونه مانه، بلکې د الهي رسالت دروند مسؤلیت او د اسلام احکام ئې پر غاړه واخیستل، او د ایمان او د ښځې د کرامت ستنه ئې روښانه کړه.

د ایکنا د راپور له مخې، میشل کعدي، چې یو مسیحي مفکر، لیکوال او ادیب دی، په خپل دغه کتاب کې حضرت فاطمةزهرا(س) د فضیلتونو بشپړ بیلګه بولي او لیکي؛د زهرا(س) له زېږون سره نارینه‌سالاري او د نجونو ژوندۍ ښخول پای ته ورسېدل. دحضرت زهرا سلام الله علیها پاڅون له استبداد او ظلم څخه د ښځې د    ازادۍ لامل شو. عربي ښځې د زهرا(س) په وسیله لوړ صفات لکه زغم، زړورتیا، مېړانه، پوهه، تقوا، فضیلت او لوړ اخلاق وپېژندل. هغه وتوانېده چې ښځه د ځواک په ډګرونو کې د سړي ترڅنګ برابره ودروي

حضرت زهرا(س) پخپل لوړ ښځینه شخصیت سره  ظلم او سپکاوی ونه مانه، بلکې د الهي رسالت او د اسلام د احکامو دروند بار ئې پر غاړه واخیست او د ښځې د ایمان او کرامت ستنې ئې ښکاره کړه.

ریحانة الرسول(ص) او بتول هغه څوک وه چې د الهي رحمت فرښتې له هغې سره د خبرو لپاره ځمکې ته راتلې؛ له همدې امله هغې ته ام‌ابیها ویل کېږي، یعنې د پيغمبر مور، مخکې له دې چې د امامت د اسماني ستورو مور شي. د رسول الله نسل له هغې څخه پیل شو، او هغه د اسلام د دین او د حق د سیاست د دفاع ډګر وګرځېده.

له همدې امله دا تصادفي نه وه چې پېغمبر اکرم(  صلی‌الله علیه و آله) حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها ته ام‌ابیها، یعنې د پيمبر یا دخپل پلار مور، وویل. او  قرآن کریم دغه  له پيغمبر اکرم څخه  هر ډول تصادفي خبرې   نفی کوي: مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَى: «ستاسو ملګری نه ګمراه شوی او نه په ناپوهۍ کې پاتې شوی؛ ۲) وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى او هغه د خپل هوس او خوښې له مخې خبرې نه کوي؛ ِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى:

دا (وینا) یوازې هغه وحی ده چې ورباندې نازلېږي.»

په همدې چوکاټ کې، حضرت زهرا د ښځو او سړیو لپاره بېلګه ده او لومړنۍ ښځه ده چې لارښوده او ښوونکې ده، لکه څنګه چې موږ هغه لومړنۍ ادیبه او ویناواله ښځه حساب کړې ده.

حضرت بتول ښځې ته دا ور وښودله چې د خپل عفت او عزت دفاع وکړي، او هغه ئې د شهوتونو، ابتذال او ځان‌سینګار له کندې وژغورله، ځکه دا چارې د اخلاقي زوال او سقوط لامل کېږي، او دا رذیلتونه د عربي ښځې له ځانګړنو څخه نه دي. زهرا(س) حجاب د سرغړونې او شرارت پر وړاندې د تورې په څېر باله.

د هغې په اند، حجاب ښځې ته باطني خپلواکي  او عزت ورکوي، او ښائي همدا هغه څه وي چې مسیحي راهبې یې  دې  ته اړ  کړي څو په  مسیحي عبادت ځایونو یا صومعو کې خپل ویښتان پټ کړي . حجاب یعنې پاکلمني، ساتنه، اخلاقي اصولو ته ژمنتیا، پاکي او هدایت.

د حیرانتیا خبره نه ده که ووایو چې نن سبا یوه مسلمانه ښځه د حضرت صدیقه زهرا(س) د مقام او عظمت په برکت، په ټولې نړۍ کې د اخلاقو مخکښه ده.

زهرا د خپلو سترو فضیلتونو سره، چې د خپل ژوند په یوې لحظې کې هم ترې جلا نه شوه، د دې امت مخې ته ولاړه ده، ځکه هغه د خپل پلار یعني  د رسول الله مور ده، او دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه هغه د محمدي رسالت له کورنۍ څخه ده، چې د هغوی رسالت له جهالت او قبیله‌پالنې څخه  د ټولنې اصلاح  او ژغورل دی.

زهرا(س) مظهر کامل فضایل و از نشانه‌های رسالت الهی است

فاطمه، دا پاک لمنه مېرمن، له کوچنیوالي د خپل پلار ملګرې او همرازه وه. د هغې لیدلوری د پېغمبر له لیدلوري سره نږدې و، او په سختیو کې، کله چې پېغمبر د دښمنانو له اذیت او کینې سره مخ و، هغې ورته تسکین تسلي  ورکوله. ډېری وخت به ئې په خپلو لاسونو سره د پېغمبر له تندي خولې پاکولې، او پر خپل دریځ ټینګه ولاړه وه، او تر وروستۍ ساه پورې یې د الهي نور، د امت د چارو، او د مسلمانانو او اسلام د راتلونکي دفاع وکړه.

دا ټول مطالب د فاطمة زهرا(س) پر عظمت دلالت کوي، لکه څنګه چې قرآن کریم د حضرت مریم(س) یادونه کوي، په داسې حال کې چې هغه لا د خپلې مور په رحم کې وه، او دا نږدې دوه زره کاله وړاندې وه. هغه آیتونه چې د حضرت مریم(س) په اړه په قرآن کې راغلي، د هغوی تأویل او روح د حضرت فاطمةالزهرا(س) په اړه هم صدق کوي. له همدې امله انسانانو هغه د شریفو خویونو او لوړو فضیلتونو د سنجش معیار ګرځولی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4321865

captcha