IQNA

د مصر یوه مخکښه قاریه ؛هیله لرم په الازهر پوهنتون کې تدریس وکړم

13:23 - December 14, 2025
د خبر لمبر: 3492157
ایکنا - رقیه رفعت عبدالباري»، چې د مصر د قرآني سیالیو د ۳۲ پړاؤ  د سیالیو  د لومړۍ مقام ګټونکې ده، وویل: هیله لرم د قرآن کریم او قرآني علومو د خدمت لپاره په الازهر پوهنتون کې د تدریسي سلاکارې په توګه دنده ترسره کړم.

 ایکنا نیوز د «صدی البلد» له قوله راپور  راکړ،، رقیه رفعت عبدالباري د مصر د قرآنی نړیوالو سیالیو د ۳۲ پړاؤ  د حفظ قرآن (د حفص روایت سره) او تجوید په څانګې کې د لومړي مقام او د یو میلیون مصري پونډو د جایزې د ترلاسه کولو په اړه وویل: ما د قرآن حفظ په پنځه کلنۍ کې پیل کړ او په لس کلنۍ کې مې بشپړ کړ.

هغې زیاته کړه: د اسکندرئې په ښار کې د الازهر پوهنتون د اسلامي او عربي مطالعاتو له پوهنځي څخه فارغه شوې یم او په ۲۰۱۸ کال کې مې د افتخار مډال ترلاسه کړی دی.

دغې مصري حافظې ټینګار وکړ: هیله لرم د الازهر شیخ، احمد الطیب، داسې حکم صادر کړي چې زه د پوهنتون د تدریسي سلاکارې په توګه وټاکل شم،  څو وکولای شم د دین، قرآن کریم او د هغه د علومو خدمت ته دوام ورکړم.

هغې د خپل کورني د ژوند په اړه وویل: زه واده شوې یم، ۲۹ کلنه یم او دوه زامن لرم چې عمرونه ئې اوه او درې کاله دي، نومونه یې محمد او یزن دي، او زه هغوی ته قرآن ور زده کوم.

دغې مصري مېرمنې وویل: زه هره ورځ خپل محفوظات تکراروم او په میاشت کې دوه ځله ټول قرآن کریم ختموم، او د سیالیو په ورځو کې هر دوه یا څلور ورځې وروسته خپل محفوظات ټینګوم.

هغې زیاته کړه: د خدای شکر دی چې له مصر او د هېواد څخه بهر مې ډېرې جایزې ترلاسه کړې دي، او زما کشره خور هم د قرآن کریم بشپړه حافظه ده

د مصر د قرآنی سیالیو  ۳۲  پړاؤ د دې هېواد د اوقافو وزارت له لوري د ۲۰۲۵ میلادي کال د دسمبر له ۶مې تر ۱۰مې (د لیندۍ له ۱۵مې تر ۱۹مې) پورې ترسره شوې، چې پکې مصر لوړ مقامونه خپل کړل.

ټاکل شوې ده چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د مبارکې رمضان المبارک  میاشتې د قدر په شپه د دغو سیالیو غوره کسانو ته جایزې، نغدي انعامونه او ستاینلیکونه ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4322537

captcha