
ایکنا د الجزیرې له قوله راپور راکړ، د «تورین د غزې لپاره» ایټالیايي ادارې وئيلي دي، چې مصري امام جماعت، محمد شاهین، دا مهال د سیسیلي په یوه توقیفځای کې بندي دی؛ هغه ځای چې په شمالي ایټالیا کې د هغه له خپل کور څخه تر ۱۰۰۰ کیلومتره ډېر واټن لري. هغه د داسې هېواد څخه د شړلو د تایید په تمه دی چې ۲۱ کاله ئې په قانوني ډول پکې ژوند کړی، یوازې په دې ویستل کیږي، ځکه چې د غزې د فلسطینیانو ملاتړ یې کړی دی.
یوې ایټالیايي فعالې او د غزې لپاره د تورین په نامه په غورځڼګ کې د محمد شاهین همکارې، آلیسا مانتلي، الجزیرې ته وویل: ایټالیايي چارواکو، سره له دې چې شاهین اوږدمهاله قانوني استوګنه لرله، د هغه د استوګنې جواز لغوه کړی او په ملي امنیت پلمې سره ئې د هغه د بېړني اخراج حکم صادر کړی دی
هغې د هغه د نیول کېدو په اړه وویل: هغه د هغو څرګندونو له امله نیول شوی چې د اکتوبر په ۹مه یې د یوې مظاهرې پر مهال وکړې؛ دا مظاهره د غزې د نسلوژنې د دویمې کلیزې سره هممهاله وه. هغه ویلي وو چې د اکتوبر د ۷مې پېښې (طوفان الاقصی) په تشه کې نه دي رامنځته شوې، بلکې باید د فلسطین د نږدې ۸۰ کلن استعماري ظلم په چوکاټ کې درک شي.
دې فعالې زیاته کړه چې له قانوني پلوه ابهام شته، ځکه چې د شاهین وکیل باور لري چې د هغه وینا د تورین د عامه څارنوالۍ له خوا ثبت شوې او جرم نه ګڼل کېږي.
مانتلي د قضیې د جزییاتو په تشریح کې وویل: دا معنا لري چې د هغه د خبرو له امله، چې په اصل کې د مشروع نظر څرګندونه وه، هېڅ جنایي دوسیه نه ده پرانیستل شوې. نو بنسټیزه پوښتنه دا ده: شاهین د کوم قانون پر بنسټ نیول شوی؟ دا هغه پوښتنه ده چې موږ یې په ټینګه د کورنیو چارو له وزیر څخه کوو.
هغې وویل: شاهین د دوو ماشومانو پلار دی، له شلو کلونو څخه ډېر وخت یې په قانوني ډول په ایټالیا کې ژوند کړی او خپل ژوند، کورنۍ او مذهبي ټولنه ئې د خبرو اترو او ګډ ژوند پر اصولو ولاړه کړې ده. هغه کسان چې ورسره یې تعامل درلود، د هغه د نیول کېدو پرېکړه نه شي باورولی.
له بلې خوا، د «تورین د غزې لپاره» د غورځنګ غړې، حفصه مراغ،وویل چې شاهین د فلسطین د ملاتړ له امله تل د ځورونې سره مخ و.
هغې زیاته کړه: د هغه له نیول کېدو څو اوونۍ مخکې، د ایټالیا د وروڼو ګوند د پارلمان غړې، آګوستا مونتارولي، په څرګند ډول د هغه د اخراج غوښتنه کړې وه، چې دا پرې سیاسي فشار زیات کړ.
حفصه ټینګار وکړ: سره له دې ادعاوو، په وروستیو اوونیو کې د شاهین د ملاتړ لپاره ترسره شوې مظاهرې دا ثابته کړه چې د ټولو دینونو ګاونډیان ورسره مینه او درناوی لري.
هغې په پای کې وویل: دا ګواښونه د هدفمند څار، چې له نیول کېدو مخکې روان و، او همدارنګه د سیاسي لاملونو له امله د یوه درناوي وړ فعال د بدنامولو هڅه ښئي، په داسې حال کې چې په ایټالیا کې پر فلسطینيو ملاتړو دباؤ ورځ تر بلې زیاتېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4322568