
ایکنانیوز د «الراصد نیوز» له قوله راپور راکړی، پر متحده عربي اماراتو دا تورونه ورځ تر بلې زیاتېږي چې په اروپا کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د بریدونو په نښه کولو کې مرکزي رول لري. ویل کېږي چې امارات د رسنیزو او پاروونکو کمپاینونو مالي ملاتړ کوي، کوم چې هڅه کوي اسلام له افراط پالنې سره وتړي او په دې لوئې وچې کې د مسلمانانو پر ټولنو د دښمنۍ اور بل کړي.
په دې تړاو، د «فرانسه تسلیمناپذیر» ګوند مشر، ژان لوک مېلانشون،په مستقیم ډول متحده عربي امارات تورن کړل چې د هغه د ګوند پر وړاندې یې د منظم بدنامولو کمپاینونه تنظیم کړي، ځکه چې دغه ګوند د مسلمانانو ملاتړ کوي او د هغوی پر وړاندې د نفرتپارونې مخالفت کوي.
مېلانشون وویل: متحده عربي امارات په فرانسه او اروپا کې څېړنیز مرکزونه او رسنیزې پلاتفورمې تمویلوي چې یو اړخیز راپورونه خپروي، اسلام له ترهګرۍ سره تړي او مسلمانان تورنوي چې د فرانسې په ټولنه کې نه دي مدغم شوي.
د هغه په وینا، دا کمپاینونه تصادفي نه دي، بلکې د اماراتو د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه ده چې موخه یې په اروپا کې د دیني او سیاسي چاپېریال بڼه بدلول دي، څو د خپلو ګټو او نویو اتحادونو ته، په ځانګړي ډول له اسرائیلو سره د اتحاد په چوکاټ کې، خدمت وکړي.
راپورونه ښيي چې متحده عربي امارات په اروپا کې له سیاسي او رسنیزو پروژو ملاتړ کوي چې د اسلامضده تبلیغات دودوي او هڅه کوي داسې قوانین وضع کړي چې د مسلمانانو د عمل ازادي محدوده کړي.
په داسې حال کې چې متحده عربي امارات د زغم او تساهل تبلیغ کوي او د دینونو ترمینځ د خبرو اترو د کنفرانسونو کوربهتوب کوي، هممهاله د ګرځندوی او ساتیرۍ تر پوښښ لاندې هغو کړنو ته اجازت ورکوي چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي، لکه فحشا او د شپې کلبونه. دا کار د هغوی د دیني او اخلاقي خبرو او کړنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
متحده عربي امارات هڅه کوي ځان د لوېدیځ یو باوري متحد وبریښوي چې د هغه څه پر وړاندې مبارزه کوي چې دوی یې «اسلامي افراطګرایي» بولي، خو په عمل کې د داسې کړنو په ملاتړ سره چې مسلمانان په نښه کوي او د هغوی ملي وفاداري تر پوښتنې لاندې راولي، د اسلام ضده پروسې د پراخېدو او په اروپايي او عربي ټولنو کې د اختلافاتو د ژورېدو لامل ګرځي.
دا سیاستونه متحده عربي امارات له اخلاقي او سیاسي پلوه د ځوابویلو په دریځ کې دروي، په ځانګړي ډول له دې امله چې په اروپا او منځني ختیځ کې د بهرني لاسوهنې د خطرونو په اړه عامه پوهاوی زیات شوی او دا اړتیا لا جدي شوې چې د دیني او کلتوري کثرتپالنې ساتنه وشي او د هغو هڅو پر وړاندې ودرېږل شي چې د واقعیت د تحریف لپاره کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4322899